پېښو ته د رسیدګۍ لپاره د دولت وزیر وايي، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۱۹ تنه مړه شوي او ۸۹یې ټپيان کړي دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د وروستیو ورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال وویل وروستي ورښتونه په ۲۲ ولایتونو کې شوي دي چې ډېری زیانونه د واورې ښوېیدنې له امله اوښتي دي.
ویس برمک د فواید عامې، عامې روغتیا او کلیو پراختیا له وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"په تېرو ۷۲ ساعتونو کې چې په ۲۲ ولایتونو کې واوره ورېدلې، له بده مرغه د شهیدانو شمېر ۱۱۹ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۸۹ تنو رسېږي،۱۹۰ کورونه ویجاړ شوي ۲۳ کورونو ته زیان رسېدلی او د سړې هوا له امله شااوخوا ۴۰۰ څاروي لهمنځه تللي."
ښاغلی برمک زیاتوي په درې پړاونو کې د زیانمنو ولایتونو له سیمهییزو چارواکو سره په همغږۍ چې د ژغورنې، د لارو د خلاصون او مرستې رسول دي کار پيل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو ورښتونو له امله د نورستان او بدخشان ولایتونو څخه د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د نورستان برګمټال کې د واورې له امله د وژل شویو شمېر ۵۷ ورسېد
د بدخشان مایمي ولسوالۍ کې واورې ښوېیدو ۱۰تنه وژلي
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني بیا په یاده غونډه کې وویل چې په ۱۷ ولایتونو کې واوره ورېدلې ده.
ښاغلي دراني د کلیو، روغتیايي مرکزونو او مارکېټونو تر منځ د لارې پر خلاصون د ټینګار تر څنګ وویل چې په ولایتونو کې د اړتیا وړ خوراکي موادو شتوالی د دې سبب شوی چې زیانمنو ته پر خپل وخت مرستې ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"له نېکهمرغه په نورستان کې د موادو شتوالی د دې سبب شو چې موږ وکولای شول، نېږدې سلو کورنیو ته د هوا له لارې، خیمې، کمپلې او د اړتیا وړ مواد ورسوو."
وروستیو ورښتونو د یو شمېر ولایتونو او مرکز کابل تر منځ لویې لارې وتړلې چې خلکیې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړل.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په دغه کنفرانس کې وايي چې د وزارت د کارکوونکو او سیمهییزو چارواکو په مرسته او همکاري له تېرې شپې راهیسې لویې لارې خلاصې شوي او د سلګونو افغانانو ژوند یې خوندي کړی.
د سالنګ لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه
ښاغلي بلیغ وویل د کابل-کندهار، کابل-جلالاباد، کابل-لوګر، ګردېز او خوست لارې له واورو پاکې شوي او ډاډ یې څرګند کړ چې یو شمېر تړل شوې لارې به هم ژر خلاصې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"انشاءالله د لویو لارو عمده برخې به د نن شپې تر پایه او احیاناً که ډېرې صعبالعبور وي د سې شنبې تر غرمې پورې خلاصې شي او په نورمال ډول به د ترافیکو پر مخ پرانیستې وي."
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر فیرزوالدین فیروز وايي چې د ټپيانو درملنه شوې او په ولایتونو کې د درملنې لپاره امکانات برابر شوي دي.
دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې افغان ولسمشر له دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ مأموریت څخه غوښتي چې زیانمنو ته رسیدګي وکړي او هغه کسان وژغوري چې په وارو کې ګېر پاتې وي.
راپور: رحمتالله افغان