کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نور مطالبو تر څنګ په افغانستان کې د ورستیو ورښتونو د زیانونو او له امله یې د یو شمېر ستونزو په اړه هم مطالب چاپ کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، وروستیو واورو د ۹۴ کسانو ژوند واخېست او ۱۱۶ نور یې ټپیان کړل.
په مطلب کې وړاندې راغلي د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د وارورې ورښت د ۱۴ میلیونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
په مطلب کې د نورستان ولایت تر ټول زیات زیانمن ښودل شوی چې د لیکونکي په وینا په تېرو څلور ورځو کې شاوخوا درې متره واوره په کې ورېدلی او له امله یې په برګ مټال ولسوالۍ کې برف کوچ د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم وروستیو ورښتونو ګڼ افغانان په ځانګړي ډول بزګران د ښه کښت او حاصلاتو لپاره هیله من کړي خو ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې هم له ځانه سره لرل.
په سر مقاله کې راغلي چې د همدغه ورښتونو له کبله د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې مواصلاتي لارې هم د خلکو او ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي خلک هیله من دي چې د پېښو پر وړاندې پر وخت اقدام وشي، دوی وژغورل شي، ورسره اړینې مرستې وشي او د لارو د خلاصون په برخه کې هم هڅې چټکې شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د وروستیو ورښتونو له امله د پلازمینې کابل د واټونو ستونزه راخیستې ده.
سر مقاله لیکونکی لیکلي:
هرکال د ورښتونو موسم کې د کابل ښار په واټونو کې تک راتګ ستونزمن شي.
په سرمقاله کې راغلي، د کابل ښار واټونه غیر معیاري دي او په تېرو ۱۵ کلونو کې د بیارغونې په نوم د میلیونونو ډالرو په لګولو سره بیا هم دې برخې ته جدي پام نه دی شوی.
د سرمقالې لیکوال لیکي:
د تامل وړ موضوع ده چې حکومت ستونزې درک کړي او د ۲۰ یا ۳۰ سانتې واورې په ورښت سره عمومي رخصتي اعلانوي.
سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکلي چې دې ستونزو ته په پام سره باید د غیرمعیاري واټونو ستونزه هواره شي او لازمه ده چې د دې کار د تر سره کولو لپاره د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو په مشرتابه کې وړ او مسلکي کسان په دندو وګمارل شي چې د خلکو د ستونزو ځواب ورکونکي وي.