د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

ارګ: واورو ځپلو سره د مرستو پراخې هڅې پیل شوي


افغان حکومت وايي د واورې د ورښت او برف‌کوچونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته‌يې د مرستو د رسولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي.

جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو له قاطع مأموریت غوښتي چې د واورې د ورښت له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو د رسولو او د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره چټک ګامونه واخلي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست مرستیال ویاندشاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر مسؤلانو ته هدايت ورکړ چې د افغانستان له هوايي ځواک، ملي اردو او د قاطع ملاتړ مأموريت سره چې دې برخه کې ښه تجربه لري، خبرې وشي چې له ټولو امکاناتو او ظرفيتونو څخه په کار اخیستو د هغو کسانو مرسته وکړي چې د واورې ښوېیدنې او ورښتونو له کبله زيانمن شوي دي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا تر اوسه دوه ځله ارګ کې د بېړنیو حالاتو کمېټې غونډه کړې ده چې د واورې له امله زیانمنو شوېو سیمو ته د مرستو رسولو او دغه‌راز د اسیب‌پذېره سیمو د اوسېدونکو د ژغورلو په هدف روانې هڅې وارزوي.

جمهوري ریاست له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د کمېټې په حواله وايي چې ټولو ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې سیمه‌ییز دفترونه فعال دي او له زیانمنو شویو او ژغورل کېدونکو کسانو سره د مرستې لپاره نقدې پیسې او نور اړین مواد هم موجود دي.

د افغانستان له مختلفو برخو څخه د ازادي راډیو خبریالان راپور ورکوي چې د واورې دوامداره او زیات ورښت او په ځینو سیمو کې د واورې د ښوېیدو له شلو نه په زیاتو ولایتونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

نورستان او بدخشان کې د لسګونه کسانو د مړه او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او د زیاتو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو تر منځ لارې بندې شوې دي.

دغه‌راز د کابل-کندهار په ګډون پر لویو لارو کې هم زیات کسان بند پاتي چې د چارواکو په وینا د ژغورلو لپاره‌يې هڅې پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG