د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

اشرف غني: له طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته باید پر وخت رسیدګي وشي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني امر کړی چې د واورې او بارانونو د وروستي اورښت له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره همغږي زیاته او د اړتیا په صورت کې هوايي ځواک وکارول شي.

په وروستیو څو ورځو کې د واورو ورښت د سالنګونو په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لویې او وړې لارې تړلي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو عمدتاً زیاتو واورو او بارانونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې پر ژر رسېدو ټینګار کړی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني د شنبې په شپه په دې اړه لوړپوړي چارواکي ارګ ماڼۍ ته د خاصې جلسې لپاره ورغوښتي و.

ښاغلي مرتضوي وویل ولسمشر محمد اشرف غني د بېړنیو حالاتو کمېټې ته امر وکړ چې د امکاناتو د څېړنې تر څنګ د افغانستان او ناټو له هوايي ځواکونو سره همغږي وکړي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

شاه‌حسین مرتضوي زیاته کړه:

"په دې غونډه کې ټینګار وشو چې په زیاتې همغږۍ سره هغه سیمې مشخصې شي چې خلک‌یې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري او ژر مرستې وشي، همداراز پرېکړه وشوه په کومو ځایونو کې چې اړتیا وي د افغانستان د ملي اردو له هوايي پوځیانو او ان د ملګرو هېوادونو له هوايي ځواک کار واخیستل شي."

ښاغلي مرتضوي وویل په ناسته کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک، د فواید عامې او کلیو او پراختیا وزیران او لوړپوړي امنیتي مقامات شامل و.

ویس برمک
ویس برمک

د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې د ویس برمک په حواله ویل شوي چې:

"مرسته رسوونکِې ډلې چمتو دي څو د هوا په ښه کېدو سره بېړنۍ مرستې ورسوي او لارې د خلکو په مخ پرانیزي."

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له هغې ډلې سالنګ، د حاجي‌ګک کوتل او د کابل کندهار لار زیاتې واورې او برفکوچونو تړلي چې ورسره سلګونه مسافرین له ستونزو سره مخ دي.

د تېلو ټانکر موټر چلوونکی عیسی خان یو له هغو لسګونه کسانو دی چې وايي، په سالنګ کې له څو ورځو راهیسې بند پاتې دی او څوک ورسره د خوراکي توکو مرسته هم نه‌کوي.

موټر چلوونکي عیسی خان زیاته کړه:

"د ټانکر ډرېور یم، په سالنګ کې بند پاتې یو، قوای کار موږ خپلو کوټو ته نېږدې هم نه‌پرېږدي، نه راسره یوه مړۍ ډوډۍ شته نه لار خوشې کوي، له لوږې مړه کېږو."

د سالنګونو د لویې لارې د حفظ او مراقبت رئیس جنرال محمد رجب نشاط بیا وايي، په سیمه کې دیارلس خوندي خونې موجودې دي او په یو وخت اوو زرو مسافرو ته د رسیدګۍ توان لري.

ښاغلي رجب ازادي راډیو ته ډاډ څرګند کړ چې د وضعیت په ښه کېدو سره به هڅه وکړي چې د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

جنرال رجب نشاط زیاته کړه:

"په جنوبي سالنګ کې توپان چلېږي او په شمالي سالنګ کې هم لوی لوی برفکوچونه راغلي دي، سړک باندې تر دوه مترو پورې برفکوچونه راغلي، یعنې کار غواړي چې تر چهارشنبې ورځې به کار پرې کوو او لاره به پرانیزو."

جنرال رجب وویل په اوسط ډول په هرې شپې او ورځ کې سالنګونو نه شپږ زره موټر تېرېږي چې په تړل کېدو سره‌یې پنځوس تر شپېته زره خلک اغېزمن شوي دي.

په ختیځ، لوېدیځ او جنوب کې هم ګڼې لویې او وړې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل سختو واورو د مرکز پارون او ولسوالیو لارې تړلي او شته وسایل د واورې د پاکولو لپاره کافي نه‌دي.

د واورو تر څنګ په بېلابېلو سیمو له هغې ډلې کندهار، هلمند، زابل او بغلان کې سیلابونه هم راوتلي دي.

له دغو ټولو واورو او بارانونو ځيني خلک زیانمن شوي او ان د مرګ ژوبلو رپوټونه هم خپاره شوي خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

د بدخشان مایمي ولسوالۍ کې واوري ښوېدو ۱۰تنه وژلي

په کابل او ولایتونو کې چارواکو ویلي چې تر ټولو لومړیتوب د خلکو ژغورلو او بېړنیو مرستو رسولو ته ورکوي.

د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندان جنرال احمد فهیم قایم وویل پولیسو د خلکو د ځان د ژغورنې لپاره شپه او ورځ یوه کړې ده.

جنرال احمد فهیم قایم زیاته کړه:

"په همدې دوه درې شپو کې د میدان وردګ ولایت هېڅ پولیس نه‌دی ویده شوی، هرې خوا ته چې کومه خبره وي هڅه کوو چې ورشو او د خلکو ځان وژغورو."

که څه هم چارواکي د خلکو له ژغورلو ډاډ ورکوي خو تېر وخت ثابته کړې چې د طبیعي پېښو له هغې ډلې واورې ښویېدنې، سختو واورو او سیلابونو په خاطر لسګونه کسانو ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د برفکوچونو او سیلابونو له امله ۲۳۰ تنه مړه شوي

پنجشیر کې په واورو کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم.
پنجشیر کې په واورو کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم.

​د ۱۳۹۳ کال په حوت میاشت کې په پنجشیر کې د سختو واورو په خاطر د څه باندې دوه سوه کسانو مړینه او په سالنګونو کې په ۱۳۸۸ کال کې د سلګونه کسانو مرګ‌ژوبله د دغو پېښو دوه لویې بېلګې شمېرل کېږي.

راپور:صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG