د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

درانی: د افغانستان ۱۷ ولایتونو کې ۸۸ پراختیايي پروژې عملي کېږي


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د یو شمېر خصوصي شرکتونو او پراختیايي شوراګانو له مسؤلینو سره د ۸۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

یاد وزارت وایي، د دغو پراختیایي پروژو په عملي کولو سره به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني وايي، د یادو پروژو ارزښت ۲۶۳ میلیونه افغانۍ دی چې د اوبو رسولو او کرنې په برخه کې به عملي شي.

نوموړی وايي چې دا پروژې په ۱۷ ولایتونو کې عملي کېږي.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی

ښاغلي دراني زیاته کړه:

"نن ۸۸ تړونونه لاسلیک کوو چې ټول لګښت‌یې څه باندې ۲۶۳ میلیونه افغانۍ کېږي او په دوه برخو کې عملي کېږي د اوبو رسولو په پروژو کې به ۶۱۸۶۰ تنه د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او دوهمه‌یې د کرنې د پیاوړتیا برخه ده."

د استنادي دېوالونو، د اوبو کانالونو، سربندونو، د اوبو ذخیرې، د واړه پلونو او پلچکونو جوړولو کارونه په دې پروژو کې شامل دي.

د ښاغلي دراني په وینا په کابل کې هم د دې پروژو ځينې برخې عملي کېږي.

د کلیو او پراختیا وزیر وايي، دا چې د هېواد ۴۲ فیصده اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري یوه جدي ستونزه ده، خو د دې پروژو له تطبیق سره به د هېواد په ۹ ولایتونو کې یاده ستونزه کمه شي.

هغه وایي، په هغه ازموینه کې به بریالی شي چې په مخ کې یې لري او هغه ژمنې یې چې له خلکو سره کړي تر سره به‌یې کړي.

له دې وړاندې دې وزارت ویلي چې د ولسي تړون د پروګرام له لارې به چې تېره اوونۍ پرانیستل شو د هېواد د ۳۴ ولایتونو اوسېدونکي ټولنیزو خدماتو ته اسانه لاسرسی پیدا کړي.

دا وزارت وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې نېږدې یوولس زره پراختیايي پروژې په هېواد کې عملي شوي چې زرګونو خلکو ته په‌کې د کار زمینې هم برابرې کړي دي.

د پنجشیر ولایت د پراختیايي شوراګانو یو استازی جمعه‌الدین وايي چې د دې پروژو په پلي کېدلو سره به د دوی په سیمو کې د پام وړ بدلون راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېرې ستونزې لرو، ولایت مو یو غرنی ولایت دی، د دې تر څنګ چې د دې پروژو له عملي کېدو سره زموږ د پنجشیر خلک پاکې اوبه پیدا کوي، هلته به نور د واورو د راغورځېدو ګواښ هم ډېر نه‌محسوسېږي."

د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وايي، هغه شرکتونه او پراختیایي شوراګانې جدي څارل کېږي چې ورسره قراردادونه کېږي تر څو د پروژو په پلي کېدو کې له معیاره کار واخلي او تر ټاکل شوي نیټې یې کارونه بشپړ کړي.

دا وزارت ټینګار کوي چې د روانې میاشتې تر پایه به له اویا فیصده ډېره پراختیایي بودجه مصرف کړي چې ډېره برخه به‌یې د افغانستان په لیرې پرتو ولایتونو کې وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG