د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

افغانستان کې د ولسي تړون پروګرام د ملي پیوستون پروګرام ځای نیسي


افغان ولسمشر د ښارونو او کلیو د متوازنې پراختیا لپاره د ولسي تړون تر نامه لاندې نوی پروګرام پرانیست.

افغان حکومت وايي، د ولسي تړون پروګرام به له کلیو سربېره په ښارونو کې هم پراختیايي چارې پر مخ یوسي او خلکو ته به اساسي خدمتونه وړاندې کړي.

د دغه پروګرام د پرانیستلو لپاره د یکشنبې په ورځ په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه چې افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او د کلیو د پراختیايي شوراګانو استازو هم په‌کې ګډون کړی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا کې د پروژو پر شفافیت او کیفیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې ناامني به د دې سبب نه‌شي چې خلک له اساسي خدمتونو محروم شي.

اشرف غني په پرانیستونکې وینا کې د پروژو پر شفافیت او کیفیت ټینګار وکړ
اشرف غني په پرانیستونکې وینا کې د پروژو پر شفافیت او کیفیت ټینګار وکړ

ښاغلي غني زیاته کړه:

"له نظارت پرته موږ شفافیت نه‌شو راوستلای‎، د متقابلې حساب ورکونې معنی همدا ده، خو د ولسي تړون پروګرام چې یو عمده کار سرته رسوي هغه د حکومتوالۍ فرهنګ ته بدلون ورکول دي."

د مالیې وزیر اکليل حکیمي وايي چې ولسي تړون پروګرام لس کلن دی چې یو میلیارد ډالره لګښت پرې راځي.

ښاغلي حکیمي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د لومړي څلور کلن پروګرام لپاره ۶۳۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي چې ۱۳۰ میلیونه د افغان حکومت، ۴۰۰ میلیونه نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق له لارې او ۱۰۰ میلیونه هم د نړیوالې پراختيايي ادارې له‎خوا ورکړل شوي دي.

د مالیې وزیر اکليل حکیمي وايي چې ولسي تړون پروګرام لس کلن دی
د مالیې وزیر اکليل حکیمي وايي چې ولسي تړون پروګرام لس کلن دی

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په ټوله‌ییز ډول د یو میلیارد ډالره وړاندوینه شوې بودجې له جملې څخه د څلور لومړنیو کلونو لپاره ۶۳۰ میلیونه تمویل شوې بودجه موجوده ده."

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي چې ولسي تړون پروګرام کې به د کلیو پراختیايي شوراګانې نوې شي، کوچیانو، کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنه شویو کډوالو ته به په‌کې ونډه ورکړل شي او د ښځو ونډه به په نویو شوراګانو کې پنځوس فیصدو ته زیاته شي.

نصیر احمد دُرانی وايي چې د ولسي تړون پروګرام کارونه به د پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او نورو وزارتونو د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ګډې دارالانشا له‎خوا پرمخ وړل کېږي.

نصیر احمد درانی د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر
نصیر احمد درانی د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر

ښاغلي دراني زیاته کړه:

"د ولسي تړون ملي پروګرام یو بین‌الاوزارتي پروګرام دی، د دغه پروګرام شامل وزارتونه، مکلف دي چې خپل مرتبط خدمتونه د همدې پروګرام له لارې خلکو ته ورسوي، د متوازنې پراختیا لپاره د کلیو او بانډو د رغونې ترڅنګ ښاري رغونې ته هم په همدې پروګرام کې ځای ورکړل شوی."

ښاغلی دراني زیاتوي چې د دغه پروګرام له لارې به په راتلونکو لسو کلونو کې په مهمو برخو، د څښاک اوبه، روغتیا، ښوونه، برېښنا، د اوبو لګولو سیسټم، د کرنې پراختیا او سړک جوړونې په برخه کې خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي.

افغان حکومت وايي چې د ولسي تړون پروګرام د ملي پیوستون د پروګرام ځای نیسي او هغه ستونزې چې د ملي پیوستون په پروګرام کې موجودې وې، هغه به په دې نوي پروګرام کې لیرې شي.

ملي پیوستون پروګرام په ۲۰۰۳ میلادي کال کې پيل او په تېرو ۱۳ کلونو کې څه باندې ۸۸ زره پراختيايي پروژې په کلیو او بانډو کې پلې کړي دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG