افغان حکومت د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې د مشر هغه څرګندونې چې پاکستان يې د ترهګرو په ځپلو کې ناکام هېواد بللی پر ځای وبللې.
افغان حکومت وايي، د امریکا نوي حکومت ته يې وړاندیز کړی چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ راوګرځوي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاويد فیصل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان چارواکو له امریکايي لوړ رتبه مسؤلینو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د لمنځه وړولو ترڅنګ باید د دې ډلې مالي سرچینې هم وچي شي.
د ښاغلي فیصل په خبره، که پاکستان رښتینې مرسته ونه کړي نو د ترهګرۍ په وړاندې د افغان او نړیوالې ټولنې مبارزه به په سختۍ سره مخته ولاړه شي.
نوموړي زیاته کړه:
"په ځانګړي ډول د پاکستان په اړه یوې مسئلې ته اشاره وشوه چې دا هېواد د ترورېزم ملاتړ کوي او تر کومه چې دا ملاتړ موجود وي طالب او ترهګري له منځه نه ځي، په دې برخه کې زموږ د ماموریت د پای ته رسېدو په خاطر اړتیا ده چې پاکستان سره کار وشي، تشویق شي تر څو د ترورېزم له ملاتړ لاس واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استخباراتو ملي ادارې رئیس دانیل کاتس د پنجشنبې په ورځ د سنا مجلس د استخباراتو د کمېسیون یوې غونډې ته وویل چې اسلام اباد د ترورستانو په ځپلو کې پاتې راغلی.
ده ویلي، په افغانستان او هند کې د ترهګرو حملې او په پاکستان کې د دوی موجودیت د امریکا او غرب ګټې له خطر سره مخ کړي دي.
د یو شمېر راپورونو له مخې له دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له دغه هېواده د ترهګرو ډلو په وړاندې په مبارزه کې د جدیت غوښتنه کړې وه.
پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه د امریکا د استخباراتو د رئیس د دغه څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا نوې اداره او ناټو په افغانستان کې د ترورېزم د ځپلو په هدف خپلو کې د بهرینو سرتېرو پر ډېرولو غور کوي.
اسټرالیا افغانستان ته د اضافي سرتېرو په اړه د ناټو پر غوښتنه غور کوي
بریتانیا او ډنمارک افغانستان ته د نورو پوځیانو پر لېږلو غور کوي
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ ته په اشارې د امریکا نوي حکومت ته ځانګړي وړاندیزونه لري.
د دغه جرګې دوييم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"پر پاکستان د بندیزونو لګول، له دې هېواد سره مالي همکاري پرې کول او په دې هېواد کې د ترورستانو پټنځایونه په نښه کول زموږ عمده غوښتنې دي، ځکه په دې صورت کې به پاکستان خپله چمتو شي چې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي."
ښاغلی صدیقي وايي، که نړیواله ټولنه د پاکستان په وړاندې جدي عمل ونه کړي نا امنۍ به په سیمه کې دغه شان دوام ومومي چې نړۍ به هم وګواښي.
راپور : اکرام الله اکرام