د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

د پکتیکا برمل کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ساتونکو ترمنځ نښته شوې


د افغانستان د سرحدي پولیسو چارواکې وايي چې تېره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کې د دوی پر دوو پوستو د پاکستان د سرحدي ملېشو له‎خوا برید شوی دی.

نن د جمعې په ورځ د سویل ختیځ زون د سرحدي پولیسو قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې برید د پاکستانیو ملېشو له خوا پیل شو چې د شپې د اتو بجو څخه يې تر دولسو بجو دوام وکړ، خو افغان سرحدي پولیسو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې.

ښاغلي مندوزي زیاته کړه، پاکستاني ملېشو د زاوه په غر کې له خپلو نوې ۲۷ نمبر پوستې څخه د افغان سرحدي ځواکونو په میوند او میوند یو پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي چې بیا وروسته افغان ځواکونو هم پرې ځوابي برید وکړ.

ده وویل، د برمل په انګور اډه کې افغان او پاکستاني سرحدي ساتونکې له یو بل سره په پنځه سوه مترۍ کې پراته دي او افغان سرحدي ځواکونو د برید سیمه لیدله.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د برید په سیمه کې حالات عادي شوي، خو دوی نه پوهېږي چې پاکستانیو سرحدي ملېشو ولې د افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید وکړ.

د سویل ختیځ زون د سرحدي پولیسو قوماندان وویل، پاکستاني لوري ورته د برید په باب د خبرو اترو وړاندیز کړی، خو دوی ورته ویلي چې موضوع دې له اسلام اباد سره شریکه کړي تر څو دواړه لوري په‎دې اړه رسمي خبرې اترې وکړي.

چارواکې وايي، د برمل د زاوه غر پر سر نوې پوستې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د سرحدي ملیشو له‎خوا جوړې شوي دي.

پکتیکا د پاکستان له قبایلي سیمو او بلوچستان ایالت سره ۳۶۵ کېلومتره ګډه سرحدي پوله لري.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG