د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۶

مک‎مسټر پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان او یو شمېر مسایلو غږېدلی


د امریکا د ملي امنیت سلاکار هربرت ریموند مک‎مسټر د پاکستان له صدراعظم نواز شریف او له خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره کتلي او د افغانستان او سیمې په ګډون‌یې ورسره په یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مک‎مسټر پاکستان ته تر سفر یو ورځ مخکې افغانستان ته سفر وکړ او د دې هېواد له چارواکو سره‌یې هم خبرې وکړې.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف له دفتره د دوشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي شریف په حواله ویل شوي:

"د امریکا نوې اداره د دوه اړخیزو اړیکو پياوړي کولو ته ژمنه ده او له پاکستان سره په ګډه کار کوي چې افغانستان او بیا په لویه کچه جنوبي اسیا کې سوله او ثبات ټینګ شي."

مک‎مسټر اسلام‎اباد ته تر سفر مخکې کابل کې د افغانستان له یوه خصوصي ټلوېزیون "طلوع نیوز" سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان ته د ګټو د تعقیب تر ټولو ښه لار ډیپلوماسي ده نه دا چې د تاوتریخوالي منځته راوړونکې نیابتي ډلې وکاروي.

له بلې‎خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار پر نواز شریف سربېره له خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره هم کتلي او د افغانستان او سیمې په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپانه کې ویلي چې سرتاج عزیز او مک‎مسټر د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان او امریکا تر منځ پیاوړې ملګرتیا مهمه بللې ده.

خبرپاڼې د مک‎مسټر او سرتاج عزیز د لیدنې په اړه لیکلي:

"پاکستان د افغانستان په ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې له نړېوالې ټولنې سره یوځای په افغانستان کې د سولې او ثبات د هلو ځلو په لړ کې د ملاتړ ژمنه کړې ده."

سرتاج عزیز همدا شان له مک‎مسټر سره په خبرو کې د سیمې د امنیت لپاره د پاک افغان ګډې پولې پر تنظیم ټینګار کړی او دا یې مهم بللی دی.

خبرپاڼه لیکي چې سرتاج عزیز مک‎مسټر ته په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې ویلي چې دوی په دې لړ کې ډېر پرمختګ کړی او له خپلې خاورې د ترهګرۍ د له‎منځه وړلو ته جدي دي.

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې په امریکا کې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا پاکستان او افغانستان ته د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG