د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ویسا: د امریکايي او افغان چارواکو د بحث طرز کې ښه والی راغلی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار مک مسټر د سفر او له افغان چارواکو سرې یې د لیدنې، کتنې او خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، مک مسټر په څرګند ډول ویلي چې افغانستان به نور د ترهګرو ځاله نه وي او هغه ډله طالبان چې نه غواړي د خبرو لار غوره کړي د جګړې په ډګر کې به له منځه ولاړ شي.

د سرمقالې لیکونکي په باور د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار له دې څرګندونو ښکاري چې افغانستان د امریکا له پامه نه دی لویدلی او د ځینو د باور خلاف دغه هېواد لا هم افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې ژمن دی.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان چارواکو پرون په ارګ کې له مک مسټر سره کتلي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر غني نوموړي ته هغه ستونزې بیان کړې چې افغانستان، سیمه او د امریکا په ګډون نړۍ یې له خطر سره مخ کړې ده.

سرمقاله لیکونکي په دوام لیکلي، ښاغلي غني په زغزده د مک مسټر په مشرۍ امریکايي پلاوي ته ویلي چې ترهګري د ټول بشریت دښمنه ده او ترشا یې هم یو شمېر هېوادونه ولاړ دي چې پر وړاندې یې ګډې او پیاوړې مبارزې ته اړتیا ده.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ښاغلي مسټر ولسمشر غني ته ویلي له افغانستان سره به د امریکا ملګرتیا دوامداره او بنسټیزه وي او د افغانستان پوځي، اقتصادي او برمختیايي اړتیاوې به د یو بشپړ راپور په بڼه ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپانې په حواله لیکلي چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ولسمشر غني ته ویلي چې د دواړو لوریو د بحث په لحن او طرز کې د پنځو مخکې کلونو په پرتله ډېر ښه والی راغلی او دا په دې مانا ده چې د افغانستان او امریکا اړیکې ډېرې ښې شوې دي.

ویسا په خپله دغه مطلب کې دا هم لیکلي چې له مک مسټر نه په اړګ کې د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو په څېر په سرو قالینو او عسکري تعظیم سره هرکلی ویل شوی دی.

XS
SM
MD
LG