د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

کابل ته د مک‌مسټر راتګ به ښايي د ټرمپ پالیسي روښانه کړي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار "مک مسټر" کابل ته راځي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار "مک مسټر" کابل ته راځي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د یوه جګپوړي امریکایي پلاوی په مشرۍ افغانستان ته ځي. مک‎مسټر چې په فبروري کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو دا یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه افغانستان ته لومړی رسمي سفر دی.

داسې ویل کېږي چې دا سفر به د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسي روښانه کړي.

تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار به کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

کابل ته د مک‎مسټر د سفر په اړه د افغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"دقیقه نیټه یې ماته معلومه نه‎ده، خو د امریکا د متحد ایالتونو حکومت په ډېرو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي، د وسله‎وال پوځ په تجهیز او تسلیح کې، همدا راز په ښوونه او روزنه کې له موږ سره مرسته کوي. د امریکا هر لوړ پوړی چارواکی چې افغانستان ته راځي او کله چې لیدنې کتنې کوي، هڅې یې دا وي چې څرنګه کیدای شي چې افغان پوځ تقویه شي."

وزیري: د مک مسټر د راتګ دقیقه نیټه معلومه نه‎ده
وزیري: د مک مسټر د راتګ دقیقه نیټه معلومه نه‎ده

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په داسې وخت کې کابل ته ځي چې ټاکل شوې ده شاوخوا دوو اونیو کې واشنګټن ۳۰۰ امریکایي پوځیان هلمند ته واستوي.

په افغانستان کې د ناټو پخواني سلاکار شفیق همدم له امریکا په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا دغه پلاوی چې د نورو مشرانو ترڅنګ به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو جګپوړی سلاکار هم په‎کې وي د افغانستان په اړه خپل نظر بېرته ټرمپ ته راوړي او د هغه له مخې به د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه خپله تګ‎لاره روښانه کړي.

شفیق همدم زیاته کړه:

"دلته واشنګټن ډي سي کې د دغه پلاوي چمتوالی له څو اونیو راهیسې روان دی. د ټرمپ اداره کې دا لومړی ځل دی چې داسې لوړپوړی پلاوی افغانستان ته ځي. دا سفر یوازې دا نه چې د جګپوړو چارواکو له لوري ترسره کېږي، دا سفر په داسې زمان کې ترسره کېږي چې نه یوازې افغانستان کې بلکه په سیمه کې، په روسیه کې ان په نړیواله کچه د ناټو په کچه هم د افغانستان په اړه بحثونه او خبرې دوام لري."

د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم
د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم

د امریکا د ملي امنیت سلاکار به له کابله وروسته د شنبې یا یکشنبې په ورځ اسلام‎اباد ته ولاړ شي او له هغه ځایه به هند ته سفر وکړی.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې هند ته د مک‎مسټر د سفر په اړه په خپاره کړي مطلب کې د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې نه‎دی اخیستی لیکلي دي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار به په افغانستان کې دا مسئله وڅېړي چې نور امریکایي پوځیان دغه هېواد ته واستول شي که څرنګه؟

XS
SM
MD
LG