د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ملي امنیت شورا کابل ته د مک مسټر راتګ د سولې او ثبات لپاره مهم ګڼي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د سولې او ثبات لپاره د افغان او امریکایي چارواکو د خبرو دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او امنیت برخه کې ګټوره ثابته شي.

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وکړه.

ښاغلي غورځنګ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کومه پالیسي چې د سولې او ثبات لپاره افغان حکومت طرح کړې، تمه ده چې د امریکا حکومت یې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"له افغانستان سره به د امریکا د متحدو ایالاتو د همکاریو د پراختیا خبرې، په نېږدې راتلونکي کې د دواړو دولتونو ترمنځ وشي. هیله ده کومه پالیسي چې افغان دولت د امنیت او ثبات د تأمینولو لپاره طرح کړې، امریکا ورسره ملاتړ وکړي."

ښاغلي غورځنګ وویل، افغانستان او امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملګری دی او افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت د دواړو هېوادونو ګډ هدف دی.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د امریکا د ملي امنیت د شورا سلاکار، د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره کابل ته استوي.

ویل کېږي چې کابل ته به د مک‎مسټر له سفر وروسته، د افغانستان په هکله، د امریکا نوي پالیسې روښانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت د شورا رئیس دوه اوونۍ مخکې له خپل افغان سیال سره د ویډیويي کنفرانس له لارې هم خبرې کړي دي.

د چارو افغان پوهان کابل ته د دغه امریکايي چارواکي سفر مثبت ګڼي وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره، د هېواد د امنیتي وضعیت د کره تحلیل او همغږۍ لپاره دغه سفر یو مثبت ګام دی.

افغان کارپوه میرزا محمد یارمند

افغان کارپوه میرزا محمد یارمند وايي:

"افغانستان کې د داعش او ۲۰ نورو تروریستي ډلو موجودیت، خلاص سرحدونه او د تروریستي ډلو راننوتل دا اړتیا پیداکوي چې دا کار وشي،که د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وارزول شي او په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره هم‎غږي رامنځته شي دا کار بې ګټې نه‎دی."

ښاغلی یارمند وایي، افغانستان باید داسې غوښتنې امریکايي چارواکو ته وړاندې کړي چې ومنل شي او ملاتړ يې وشي.

د ده په خبره په دې غوښتنو کې باید د هغوی مالي مرستې، مشورې او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره همکاري شامله وي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG