د امریکا ولسمشر د افغانستان د وضعیت د څېړنې لپاره خپل سلاکار دغه هېواد ته استوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ناټو عمومي منشي سره يې غونډه کې په دې خبرې وکړې چې ناټو د ترورېزم ضد مبارزه کې د خپلو روانو زیارونو ترڅنګ نورڅه کولای شي.
ټرمپ او سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخېسته.
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د ملي امنیت لپاره خپل سلاکار افغانستان ته استوي.
نوموړي وویل:
"زه جنرال مکمسټر افغانستان ته لېږم څو وڅېړي چې موږ د خپلو افغان شریکانو او د ناټو متحدینو ترڅنګ څنګه کولای شو هلته پرمختګ وکړو."
تمه ده چې افغانستان ته د مکمسټر د ورتګ وروسته د امریکا نوی حکومت د افغانستان په هکله خپله سټراټیژي څرګنده کړي.
د امریکا د ملي امنیت مشاور دوه اوونۍ مخکې خپل افغان ساري سره د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وروسته وویل چې د محمدحنیف اتمر او مکمسټر ترمنځ خبرو یو ساعت وخت ونیو او په ترڅ کې یې د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت، د ترورېزم ضد مبارزه او د سولې هلې ځلې وڅېړل شوې.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا اعلامیې زیاته کړه چې د ملي امنیت لپاره افغان او امریکایي سلاکارانو د دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اړیکو او د همکاریو د پراختیا په هکله هم خبرې وکړې.
د ناټو عمومي منشي د امریکا جمهور رئیس سره د چهارشنبې د ورځې په خبري غونډه کې د ترورېزم پر ضد مبارزې ټینګار وکړ.
ینس سټولټنبرګ وویل چې افغانستان کې د ناټو ماموریت، ترورېزم ضد مبارزه کې د دغه تړون ترټولو لویه ونډه ده.
نوموړي وویل:
"د ناټو متحدینو په امریکا باندې د سېپټمبر د ۱۱مې تر تروریستي بریدونو وروسته د دغه هېواد د فضا د ساتلو لپاره اواکس الوتکې واستولې، څو د امریکا د هوايي قلمرو په ګزمو کې برخه واخلي او موږ افغانستان کې د ناټو تر ټولو لوی ماموریت پیل کړ. د امریکایي سربازانو ترڅنګ سلګونو زرو اروپايي او کاناډايي عسکرو په افغانستان کې خدمت وکړ. په افغانستان کې زموږ ماموریت، د نړیوال ترورېزم ضد مبارزه کې تر ټولو لویه ونډه ده. "
ناټو د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانستان کې خپل حربي ماموریت ختم کړ او په ځای يې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی سره د مرستې او مشورې ماموریت پیل کړ.
امریکا او متحدینو د ناټو د حربي ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته اکثریت خپل ځواکونه له افغانستان وایستل.
جمهور رئیس ډونالډ ترمپ چې مخکې يې ناټو یو له کاره ولویدلې تړون ګڼلی وو د چهارشنبې په ورځ يي وویل چې ناټو کوم زوړ او بېکاره تړون نهدی.