د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۲۴

ټرمپ افغانستان کې د امریکا او ناټو د همکاریو پراختیا څېړي


د امریکا ولسمشر وايي، هڅه کوي چې افغانستان کې د امریکا او ناټو د همکاریو د پراختیا څرنګوالی وڅېړي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ سپنه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل د همدې هدف لپاره د امریکا د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته لېږي:

"زه همدارنګه جنرال مک مسټر افغانستان ته لېږم، څو پیدا کړي چې څه ډول توانېږو چې له افغان همکارانو او د ناټو د متحدانو ترڅنګ پرمختګ وکړو."

تمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.

که څه هم د دغه پلاوي د راتګ کره نېټه نه ده ځانګړې شوې، خو امکان لري چې امریکايي پلاوی په نېږدې راتلونکي کې کابل ته راشي.

XS
SM
MD
LG