د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

دفاع وزارت: د بلخ حمله کې د بې غوري عاملین به مجازات شي


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو په حمله کې د بې‌غورۍ عاملین به مجازات شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د حملې د امکان په اړه مخکې له مخکې راپورونه ور رسېدلي وو خو دا نه‌وه څرګنده شوې چې د حملې لپاره، دقیقاً کوم ځای تر نظر لاندې شوی و.

هغه ټینګار وکړ چې د حملې د امکان په اړه ور رسېدلي راپورونه عمومي وو، خو دفاع وزارت له مسئولیته ځان نه‌باسي او هغه کسان به چې غفلت‌یې کړی، مجازات شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت

جنرال دولت وزیري زیاته کړه:

"دا پېښه باید په هېڅ صورت نه‌وی رامنځته شوې، موږ ډېر ورباندې غمجن یو. داسې عمومي راپورونه راغلي وو چې ممکن دښمن پر یوه ځای برید وکړي، خو مشخص داسې راپور نه‌و چې پر همدې ځای به برید کوي. مګر موږ منو چا چې غفلت کړی، تاسو به وګورئ چې د غلفت په نتیجه کې هغوی ته سزا ورکول کېږي او څارنوالۍ ته به معرفي شي، ډېر نېږدې وخت کې به تاسو دا واورئ."

د ملي دفاع وزارت ویاند، هغه راپورونه رد کړل چې د ملي دفاع وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو اخیستی دی.

د دفاع وزارت ویاند وویل چې د حملې په اړه څېړنې کوي.

  • خو له راپورونو سره، امنیتي ځواکونه ولې ونه‌توانېدل چې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د حملې مخنیوی وکړي؟

په‎دې اړه په افغانستان کې د ناټو قواوو پخوانی سلاکار او د افغانستان د سیاسي او پوځي چارو څارونکی شفیق همدم وايي چې یو لوی دلیل‌یې په مرکزي حکومت کې موجوده "بې‌کفایتي" ده.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سلاکار او د افغانستان د سیاسي او پوځي چارو څارونکی شفیق همدم
افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی سلاکار او د افغانستان د سیاسي او پوځي چارو څارونکی شفیق همدم

شفیق همدم له واشنګټنه په مرکه کې ازادي راډیو ته وویل:

"اول دلیل‌یې په مدیریت او رهبري کې کمزورتیا ده. دوهم‌یې د افغانستان کورني مشکلات دي چې په نظام او حکومتي تشکیل کې ستونزې هم په‌کې شاملېږي. درېیمه مسئله دا ده چې له څو لسيزو راهیسې افغانستان نه‎دی توانېدلی چې خپله بهرنۍ کړن‎لاره په خپله او په مستقل ډول وټاکي."

د افغانستان د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي پرون خبریالانو ته وویل چې په بلخ کې په وروستۍ حمله کې یوې "منظمې" دولتي شبکې لاس درلود.

هغه له ځانګړې یادونې پرته وویل چې څېړنې روانې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل چې ځانګړې کمېټې ټاکل شوې څو په بلخ کې د هر وژل شوي عسکر او منصبدار مړی د هغه کلي او کور ته ورسوي.

د هغه په وینا، په مړو کې د بېلابېلو ولایتونو وګړي شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG