د شاهین قول اردو پېښه به داسې وڅېړل شي چې نتایجیې د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د قناعت وړ وي.
د جمهور رئیس د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي وايي، د شاهین قول اردو د پېښې په شان په ورته نورو پېښو کې د بهرنیو هېوادونو منظمې دولتي شبکې لاس لري.
دی ټینګار کوي چې طالبان او نورې ترورېستي ډلې په یوازې ځان د داسې حملو د ترسره کولو توان نهلري.
ښاغلي مرتضوي د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، جمهور رئیس د شاهین قول اردو د پېښې د هر اړخیزې څېړنې لارښوونه کړې ده.
ارګ: بلخ پېښه کې طالبانو تر شا د یوه منظمې دولتي شبکې لاس شته
د ده په خبره په راتلونکو ورځو کې به د څېړنو نتایج له خلکو سره شریک او د جمهور رئیس او خلکو د قناعت وړ به وګرځي.
نوموړی وايي:
"جمهور رئیس لارښوونه کړې دغه پېښه دې له تخنیکي، امنیتي او ټولو اړخونو څخه داسې وڅېړل شي چې د څېړنو نتایجیې د جمهور رئیس او د افغانستان د شریفو خلکو د قناعت وړ وي. دا څېړنې به د حکومت په ټول ظرفیت پیل شي."
یوه خبره چې د شاهین قول اردو د پېښې په اړه کېږي دا ده چې له بریدکوونکو سره د قول اردو له دننه مرسته شوې ده.
خو مرتضوي وايي، که ان د شاهین قول اردو قوماندانانو هم په دې برخه کې بېپروايي کړې وي، وبه پوښتل شي.
د ناتائید شویو راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د شاهین قول اردو په برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي او شااوخوا ۶۰ ټپیان شوي دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغې پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر سلو تنو ته رسېدلی دی.
د ورته پېښو د څېړلو لپاره د کمېسیونونو د ګمارلو په هکله د ولسي جرګې ځینو غړو پخوا هم شکونه کړي او اوس د شاهین قول اردو د پېښو پر څېړنو هم شک کوي.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د خلکو د ذهنونو د کرارولو لپاره، په لومړیو ورځو کې د دغو لویانو او مشرانو هر یو، تودې خبرې کوي او وايي چې نتایج بهیې له خلکو سره شریک کړو، خو موږ ته دوه اوونۍ وخت راکړئ. د ۴۰۰ بستر روغتون په هکلهیې هم ویلي وو چې دوه اوونۍ وروسته به نتایج له خلکو سره شریک کړو چې تر اوسه پورې نهدي شریک شوي. تر اوسه پورې د یوې پېښې په اړه هېڅکله چې خلک پرې شک او ګمان کوي، نتایجيې له خلکو سره نهدي شریک شوي."
خو د جمهور رئیس د ویاند دفتر سرپرست ویلي چې افغان حکومت د ترورېزم پر وړاندې د جدي مبارزې اراده لري او د دغې حملې د څېړنو نتایج به له خلکو سره شریک شي.
دی وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ترورېستانو د لهمنځه وړلو لپاره له هرې ممکنې وسیلې څخه کار اخلي او له دې وروسته به هېڅ افغان پوځي د ترورېستانو د وژلو له امله ونهپوښتل شي.
راپور: خان محمد سیند