په ۲۰۹ شاهین قول اردو د شوې حملې وروسته د افغانستان مشرانو جرګه دولت ته د ملامتۍ ګوته نیسي او وايي چې د مدیریت ضعف په افغانستان کې بېثباتي زیاته کړې ده.
د دغې جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ټینګار په دې کاوه چې په تېرو وختونو کی د نیول شویو وسلهوالو او حمله کوونکو نهمجازات او د حکومت دننه د غفلت کوونکو په اړه اقدام نهکول د دې سبب شوی چې د وسلهوالو حملې د دفاعي ځواکونو تر مرکزونو ورسېږي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځیې د جرګې مشري هم کوله د سناتورانو له ګڼو انتقادونو او اندېښنو وروسته وویل:
"غفلت، بېکفایتي، ناسالم مدیریت، د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د زورواکو او سیاسیونو مداخله، پنځم ستون، د عاملینو نهمجازات او د معافیت فرهنګ هغه عوامل دي چې بدبختانه د پېښو په تکرار کې رول لري."
د مشرانو جرګې غړي له هغې وروسته دا اندېښنې ښيي چې وسلهوال طالبان د جمعې په ورځ بلخ کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو حمله وکړه.
د مشرانو جرګې اداري پلاوی د امنیتي او دفاعي چارواکو له قوله وايي چې وسلهوالو په څلور ساعته نښته کې ۱۳۷ سرتېري وژلي او شااوخوا ۶۷ نور یې ټپیان کړي دي.
له دغې حملې یوه ورځ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه په بلخ ولایت کې شاهین قول اردو ته ولاړ.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د شاهین قول اردو د پېښې په اړه به له څېړنو وروسته لازم اقدامات وشي.
سناتوران بیا له دې وړاندې د ورته امنیتي پېښو په اړه د حکومت په ژمنتیا شک ښيي او وايي چې تر اوسه د هېڅ کومې پلټنې نتیجې نهدي روښانه او نههم ملامت مسؤلین مجازات او یا هم په کور کېنول شوي دي.
دوه سناتورانو زلمي زابلي او روڼا ترین په دې اړه وايي:
"دا اصل او سم کار نهدی چې جمهور رئیس ولاړ شي او د کمېسیون د جوړېدو او څېړنو ژمنه وکړي، ایا تر اوسه د کوم کمېسیون واقعیت معلوم شوی دی؟
"ترڅو پورې به قرباني ورکوو تر کومه به تسلیت وایو او تر څه وخته پورې به فاتحې اخلو ایا دا د ښه مدیریت کمزوري نهده، موږ که په دې ارګانونو په دې مسؤلینو او په دې قوماندانانو ښه مدیریت ولرو ولې به زموږ بچي وژل کېږي؟"
له دې وړاندې افغان چارواکو بیا-بیا ژمنه کړې هغه څوک چې په خپلو وظیفو کې غفلت کوي مجازات بهیې کړي او د هېواد په امنیتي او لویو موضوعاتو کې د چارواکو تر منځ هېڅ ډول اختلاف نهشته.
راپور: یوسف خان ځدراڼ