د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

وزیري:بلخ کې پر شاهین قول اردو حمله پای ته رسېدلې


بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو.
بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د شاهین قول اردو په مرکز حمله پای ته ورسېده.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل د وسله والو مخالفینو په نننۍ «جمعه» حمله کې اته افغان پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

ښاغلي وزیري وویل وسله والو مخالفینو د دوو پوځي موټرو او پوځي یونیفورم په استفادې پر شاهین قول اردو حمله کړې وه.

د دفاع وزارت ویاند دا هم وویل چې د مخالفینو یو موټر په لومړي سر کې د افغان پوځیانو له لوري وویشتل شو او په پای کې د حمله کوونکو پنځه جسدونه په سیمه کې پاتې شول.

د پوځیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پر شاهین قول اردو یې په نننۍ حمله کې ګڼ لوړرتبه پوځي چارواکي وژلي دي.

پخواني معلومات:

د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون یوه نوکریوال ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۸ مړي او ۵۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

پر همدې مهال د د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډيو ته وویل چې نښته اوس هم جریان لري.

پخواني معلومات:

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د لومړنیو راپورنو لمخې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله کوونکي درې تنه وو چې یو تن یې وژل شوی یو تن ژوندی نیول شوی او یو لاهم مقامت کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړې چې په حمله کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې یاد وسله وال د ملي اردو رنجر موټر نه په استفادې قول اردو ته ننوتي و.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام هم مخکې ازادي راډیو ته وویل چې قول اردو ته داخل شوي وسله وال دامهال د افغان سرتېرو لخوا تر محاصرې لاندې دي.

تر دې وړاندې بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون مسؤلینو ویلي و چې پر یاد قول اردو تر حملې وروسته د پېښې له ځایه دوی ته ۸ مړي او ۱۵ ټپيان ورکړل شوي دي.

پر همدې مهال د بلخ حوزوي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه دوه ټپیان ور وړل شوی دی.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او په یاده حمله کې ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پخواني معلومات:

بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي یو شمېر کسان چې پوځي یونیفورم یې په تن و پر یاد قول اردو حمله کړې ده.

چارواکي وايي چې یاد وسله وال په دوو رنجرو کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته داخل شوي.

د شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام د یاد خبر په تائید سره ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو لومړی چاودنه وکړه او وورسته یې حمله وکړه.

ویل کېږي چې یاد وسله وال د جمعې لمانځه پرمهال قول اردو ته داخل شوي او لومړی یې پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي.

تر دا مهاله دغه حمله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دغه حمله تائید کړې او ویلي یې چې په دې اړه به رسنیو سره وروسته جزئیات شریک کړي.

تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG