د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

افغان ولسمشر سبا یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني سبا د یکشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یکشنبې په ورځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قربانیانو ته د درناوي په خاطر ملي ماتم اعلانېږي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي دا حمله هغه مهال د شاهین قول اردو په جومات کې وشوه چې سرتېري پر لمانځه ولاړ و.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې سبا په په ټول هېواد او له هېواده د باندې د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو افغانستان کې بېرغ نیمه ځوړند وي.

اعلامیه زیاتوي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو، دارګ او همدارنګه د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د پېښې قربانیانو فاتحه اخیستل کېږي.

په اعلامیه کې د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالۍ کې د شاهین قول اردو د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو.
بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو.

که څه هم د فاع وزارت وايي چې په دغه پېښه کې له سلو زیات کسان وژل شوي یا تپیان دي، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې نېږدې ۱۴۰ کسان وژل شوي او له شپېتو زیات ټپيان دي.

بل خوا د جرمني دویچه ویله خبري اژانس لیکلي چې په یاده پېښه کې ۱۴۰ تنه وژل شوي او له ۱۶۰ زیات افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

دا د یوه کال په موده کی تر ټولو خونړۍ حمله ده چې پر افغان پوځیانو ترسره کېږي.

له دې وړاندې په کابل ښار کې پر سردار محمد داوود خان ورغتونو باندې په ورته انتحاري او بیا وروسته ډله ییزه حمله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG