د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

محتاج: د حملې پرمهال شاهین قول اردو کې دننه وم


د تېرې جمعې په ورځ يوه ډله وسله والو د بلخ ولايت پر ٢٠٩ شاهين قول اردو ډله ييزه حمله وکړه.

هغسې چې د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي، دا هم څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څنګه وتوانېدل قول اردو ته دننه لاړ شي.

حمله تر ډېره د قول اردو پر جومات او خوړنځي متمرکزه وه.

دا چې دا حمله څنګه وشوه؟ چا په کې لاس درلود او چا رهبري کوله؟

دا هغه پوښتنې دي چې لا هم ورته دقيق ځواب نه دى موندل شوى، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د دې حملې د څېړنې لپاره دغه ولايت ته سفر وکړ.

ظاهراً د دې حملې مسؤليت وسله والو طالبانو منلى دى.

يو له هغو کسانو چې د جمعې ورځې د ډله ييزې حملې پر مهال په دغه قول اردو کې دننه و او له ټول جريان څخه خبر دى، د دغه قول اردو د ارکان رئيس دى.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکان رئيس جنرال عبدالروف محتاج ازادي راډيو ته وويل:

"موږ په جومات کې وو؛ خو دښمن له خاص مهارت څخه په استفادې د ملي اردو دوه رنجر موټرونه او يو تن ورسره و چې ګواکې ناروغ دى او له فارياب څخه يې راوستلى، سېروم يې په لاس کې ورتېر کړى و، دوى په لومړي قراول کې درول شوي وو، لس دقېقې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې وې، حمله کوونکو پوځي دريشي لرله او د پېژندنې کارډونه ورسره وو، دوى په دويم قراول کې هم ودرول شول، هلته هم وليدل شول چې دوى د پېژندنې کارډونه لري؛، خو په درېيم قراول کې چې دوى ثبت او راجسټر کېږي او وسلې ورڅخه اخيستل کېږي، نښته وشوه، يو کس مو ووژل شو، د کنډک قوماندان هم دلته شهيد شو دوه تنه ټپيان شول، دښمنان په دې وخت کې سيده د جومات خوا ته راغلل چې زه هم هلته وم، دواړه رنجرونه د جومات پر لوري راغلل او د جومات پر شا و خوا يې حمله وکړه."

تر دې مخکې هم د افغانستان پر ځينو پوځي تاسيساتو او نورو دولتي ودانيو له پوځي دريشيو په استفادې ځينې حملې شوي دي.

د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو څو څو وارې خبردارى ورکړى چې د پوځي دريشيو خرڅلاو او رانيول منع دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکان رئيس جنرال عبدالروف محتاج وويل، پر دې قول اردو د حملې يوه پېچلتيا دا وه چې حمله کوونکو پوځي دريشي په تن کړې وه چې پېژندل يې ګران کار و:

"څو وارې وليدل شول چې په لوړه سطحه اعلان شوه چې څوک پوځي دريشي او پوځي خولۍ نه شي پلورلای او نه رانيولاى شي، خو دښمن دا کار کوي، هرڅوک کولاى شي چې د پوځي دريشۍ ټوکر راونيسي او دريشي ترې جوړه کړي، غټه ستونزه دا ده چې حمله کوونکي په پوځي يونېفورم کې راغلي دي."

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکان رئيس وايي، حمله کوونکي لس تنه وو چې دوو يې ځان وژونکې حملې کړي او اتو نورو وسله واله حمله پيل کړه چې اته واړه وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

ده هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوه تنه حمله کوونکي نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG