د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د بلخ قربانیانو ته درناوي لپاره نن یکشنبه د افغانستان بیرغ نیم ځوړند دی


په افغانستان کې نن یکشنبه ملي ماتم اعلان شوی.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، په بلخ کې پر ۲۰۹م شاهین قول اردو د وروستۍ حملې د قربانیانو د درناوي لپاره به نن په ټول هېواد کې دولتي بیرغ نیم ځوړند وي.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"د شنبې په ماښام، ولسمشر حکم وکړ چې د جمعې د ورځې د پېښې د شهيدانو درناوي لپاره به د یکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم وي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا، نن به پر هغو دفترونو چې په بهر کې د افغانستان سیاسي استازيتوب کوي، دولتي بيرغ نیم ځوړند وي.

د ارګ په جومات کې به نن د پېښې د قربانیانو لپاره د دعا مراسم ترسره شي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ورته مراسمو غږ شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له منصبدارانو او عسکرو سره د لیدو لپاره مزار شریف ته ولاړ او د پېښې په اړه‌یې د جدي څېړنو امر وکړ.

منیه‌پال: ولسمشر غني پر شاهین قول اردو حمله څېړي

ولسمشر غني بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو سره کتلي

د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر مرکز د حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو اخیستی دی.

په پېښه کې یو تن ټپي شوی سرتېری
په پېښه کې یو تن ټپي شوی سرتېری

د دې قول اردو عسکر محمد حسین چې په حمله کې زخمي شوی، اسوشيټېډ پرېس ته وویل:

"درېيو کسانو چې د ملي اردو په موټر کې سپاره وو، ډزې پیل کړې، د وطن دښمنان دي، نه‌پوهېږم، ښايي چا له داخله مرسته ورسره کړې وه چې موټر مرکز ته راتېر کړي. له عمومي دروازې تر مرکزه د تلاشۍ اووه یا اته ځایه دي، نو د چا له مرستې پرته موټر تر جوماته نه‌شو راتېرېدلی. "

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې نېږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي او زخمیان دي.

په سیمه کې د یوه زخمي کورنۍ ازادي راډیو ته وویل چې د قربانیانو خپلوان لا هم د خپلو عزیزانو د جسدونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، په‎دې اړه چې د وژل شویو عسکرو او منصبدارو جسدونه د هغوی خپلو سیمو ته ولېږدول شي، ترتیبات نیول شوي دي.

په پېښه کې د یوه وژل شوي منصبدار ماما محمد خان اسوشیټېډ پرېس ته وویل:

"زما د خور زوی له اوو کلونو راهیسې دلته عسکر و. هغه دلته شهيد شوی خو زه دلته انتظار یم چې مړی یې راکړي، تر اوسه هېڅ په لاس نه‎دي راغلي."

په پېښه کې د وژل شویو او زخمیانو وروستۍ شمېره لا نه‎ده اعلان شوې.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې پرون وویل، د تلفاتو شمېر بدلېږي او په‎دې اړه څېړنې کوي چې پایلې به‌یې وروسته اعلان کړي.

خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس محمد ابراهیم خیراندېش د جرمني خبري اژانس ته ویلي، لږ تر لږه ۱۴۰ تنه وژل شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې د افغانستان پر پوځیانو د طالبانو دې وحشیانه حملې په وحشت کې کړې ده.

مېرکل د افغانستان ولسمشر ته په استولي ټلېګرام کې له حکومت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

رپوټونه وايي چې د بلخ په‎دې قول اردو کې د جرمني یو شمېر عسکر هم مېشت دي.

XS
SM
MD
LG