د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

ولسي جرګه: افغان حکومت دې له پاکستان نه "م.م" ته شکایت وکړي


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ځينې غړي وايي چې افغان حکومت باید په تورخم کې د جوړې شوي دروازې په اړه خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر دا غړي وايي، د دې تر څنګ امریکا، انګلستان او چین هم کولای شي چې د دې موضوع په حل کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د نامناسب سیاسي او امنیتي وضعیت څخه په استفادې په تورخم کې دروازه جوړه کړې.

د دې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وايي چې حکومت د ډيپلوماټيکو لارو نه دی توانېدلی چې په تورخم کې د دروازې د جوړېدو مخه ونیسي.

ښاغلي اخندزاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت باید اوس د دې کار په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا مرسته وغواړي.

هغه زیاته کړه:

"اوس د حل لار دا ده چې ملګرو ملتونو ته خپل وړاندیزونه ارایه کړي، بل دا چې له امریکا سره باید په دې اړه جدي خبرې وشي او دوی کولای شي چې پر پاکستان فشارونه راوړي په همدې ډول چین هم خپل رول لوبولای شي."

د کورني امنیت او د پولو د ټینګښت د کمېسیون بل غړی صالح محمد صالح وايي په تورخم کې د دروازې د جوړولو چارې له ډېره وخته پیل شوي چې حکومت د هرو لارو نه دی توانېدلی چې مخه یې ونیسي.

صالح: په تورخم کې د دروازې د جوړولو چارې له ډېره وخته پیل شوي
صالح: په تورخم کې د دروازې د جوړولو چارې له ډېره وخته پیل شوي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري په تورخم کې د دوروازې په جوړېدو انتقاد کړی او هغه یې د ګاونډیو تر منځ د نیکو اړیکو سره په ټکر کې بللی.

د دغه وزارت ویاند ازادي راډيو ته وویل چې افغان دولت د پاکستان دغه کار د پخوانیو ژمنو خلاف او نامناسب اقدام بولي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په تورخم کې د دروازې جوړېدو په سر د دواړو خواوو پرتو ځواکونو تر منځ د څو ورځو لپاره نښتې هم وشوې چې یوې بلې خوا یې ځاني تلفات هم درلودل.

تورخم کې د دروازې جوړېدو په سر د دواړو خواوو پرتو ځواکونو تر منځ نښتې هم وشوې
تورخم کې د دروازې جوړېدو په سر د دواړو خواوو پرتو ځواکونو تر منځ نښتې هم وشوې

له هغې وروسته د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار تر منځ پریکړه وشوه چې ورته سرحدي ستونزې به د یوه میکانیزم له لارې حلوي.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د ددواړو هېوادونو تر منځ د شوي هوکړې څخه سرغړونه کړي ده.

د دې تر څنګ کلونه کېږي چې افغانستان د پاکستان له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د راکټونو وارولو څخه نیولي بیا په بېلا بېلو برخو کې د نظامي تاسیساتو جوړونې څخه شکایتونه کوي.

د چارو کارپوهان وايي چې پاکستان د ملي یووالي حکومت د کمزورتیا څخه تر ټولو ناوړه استفاده کړې او په هغه کار بریالی شو چې له کلونو نه وو شوی.

د افغانستان د سیاسي او ستراتژیکو څېړنو مرکز مشر صدیق الله ساحل وايي چې افغانستان باید په دې موضوع د پاکستان پر ځای له انګلستان سره وغږیږي.

هغه زیاته کړه:

"پاکستان نه یوازې چې غواړي دلته دروازه جوړه کړي بلکې غواړي چې د افغانستان په خاوره کې خپل ځان رامخکې کړي او دوی په افغانستان کې حق غواړي، دا د حکومت کمزوري ښيي ځکه چې د ملي یووالي حکومت نه د ډیپلوماټیکو او نه د نظامي لارې کولای شي د داسې څه مخه ونیسي."

د ډیورنډ کرښې ته چې هوکړه یې د امیرعبدالرحمان خان او انګلستان تر منځ لاسلیک شوې ډېری مورخین د کرغیړنې فرضي کرښې په سترګه ګوري او وایي د پاکستان او افغانستان ترمنځ هیڅکله رسمي پوله نه شي کېدای.

د ستراتژیکو څیړنو مرکز وايي چې افغانستان باید د تورخم دروازې په سر چوپه خوله پآتې نه شي کنه له هغې پرته به هغه هېواد لا ډيرو سرغړونو ته زړه ښه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG