د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

زمری: پاکستان تورخم کې د تاسیساتو جوړېدوته دوام ورکړی


د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، پاکستاني لوري په تورخم کې د سرحدې کرښې په ۴۰ متري واټن کې د تاسیساتو جوړېدو ته دوام ورکړی دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي وایي، د ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو دوام پرته له دوه اړخیزه تفاهم نه تر سره کېږي.

ذبیح الله زمري د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې د دا ډول اقداماتو څخه د پاکستان هدف د ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکول دي.

هغه زیاتوي:

"دوی بیا هم غواړي له هغې نقطې نه چې دوی دروازه په کې جوړوله، څلویښت متره شاته دروازه جوړه کړي، دا هم د نړیوالو قوانینو خلاف دې، د افغان حکومت سره د تفاهم پر اساس نه دی او نه هم چا ورته اجازه ورکړې ده."

اخوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيې پاکستان په تورخم کې د لانجمنو تاسیساتو له جوړېدو لاس نه دی اخیستی.

شاوخوا میاشت مخکې پاکستان غوښتل د تورخم په بندر کې پر صفري برخه یوه دروازه جوړه کړي چې افغان ځواکونو یې مخه و نیوله.

افغان ځواکونو مخکې تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو مخه ونیوله
افغان ځواکونو مخکې تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو مخه ونیوله

له دې سره دواړو خواو په وقفه یې توګه نښتې هم وکړې چې دواړو لورو ته یې ځاني او مالي تلفات واړول.

تر هغې وروسته د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی اسلام آباد ته ولاړ څو دا ستونزه حل کړي.

د ډیورنډ کرښې د ستونزو په تړاو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای په وروستۍ سرمشریزه کې هم د پاکستان له ولسمشر سره وکتل او دواړه لوري د سرحدي ستونزو د حل لپاره د یوه میکانیزم پر جوړېدو سلا شول.

شاوخوا لس ورځې مخکې هم د پاکستان د صدراعظم سلاکار طارق فاطمي ویلي و چې هېواد به یې له افغانستان سره د ټولې پولې په اوږدو کې موانع جوړي کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان باید د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د هر ډول تاسیساتو جوړېدو ته د همدې میکانیزم پر اساس تر دوه اړخیزې موافقې وروسته اقدام وکړي.

بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له آزادي راډيو سره خبرو کې دا رد کړه چې ګڼې پاکستان بیا هم پر صفري نقطو تاسیسات جوړوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاني
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاني

خوګیاڼي زیاته کړه:

"کوم تشویش چې له ولسونو سره شته، زه دوی ته اطمینان ورکوم چې پر صفري نقطې هغوی ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې او نه به هم ورکړل شي."

و موغوښتل چې د همدې ټولنیزو رسنیو د راپورونو په اړه د سرحدي ځواکونو نظر ولرو خو هغوی ځواب رانه کړ.

د چارو کارپوه شهزاده مسعود وایي، افغان حکومت باید د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو په اړه له ملت او نړیوالې ټولنې سره مشوره وکړي.

دی وایي، که پاکستان بیا هم دا ډول هڅې جاري ساتي نو دا به نور هم د دغه هېواد پر وړاندې د افغانانو احساسات و پاروي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG