د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

ابراهیمي: د تورخم ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي


ولسي جرګه وايي، ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د پاکستان تېری هیڅکله نه شي منلی او له حکومته غواړي چې په تورخم کې راپورته شوې لانجه ژر ترژره له سیاسي لارو هواره کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي وايي، د تورخم پر پېښې د وکیلانو له بحثونو وروسته وکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، د تورخم پر پوله د پاکستان د پوځیانو تېری د ګاونډیتوب او سرحدي اصولو خلاف عمل دی او ولسي جرګه به یې هیڅکله هم ونه مني.

د دغې جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمی د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د تورخم په سیمه کې د ډیورنډ پر پوله د پاکستان تېری لومړۍ پېښه نه ده بلکې پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د ډیورند په ګډه پوله کې ورته تېري کړي دي.

ښاغلي ابراهیمي وویل، د یوې اعلامیی په خپرو لو سره به پر حکومت فشار راوړي چې له پاکستان سره د تورخم لانجه ډېر ژر له ډیپلوماټیکو لارې هواره کړي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان پر سرحدونو د پاکستان څرګند تېری له ډېره وخته د طالبانو او داوودخان له واکمنۍ راهیسې عملاً جریان لري، موږ به یوه اعلامیه خپره کړو چې د دې اعلامیې له مخې افغان حکومت په دې قضیه کې هڅې تېزې کړي، افغانانو دا موضوع د یوې سرې کرښې حیثیت لري او په اړه یې بې تفاوتي نه شي منلي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ غوښتل چې د تورخم په بندر کې تاسیسات جوړکړي.

د افغان سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخې کله چې دوی د دې تاسیساتو د جوړولو د مخنیوی هڅه کړې، پاکستاني پوځیانو پرې د رنې او سپکې ګولۍ اورولي دي.

افغان سرحدی ځواکونو وايي، دوی د مقابل لورې برید ته ځواب ویلی چې د درې ورځنیو وقفه یي نښتو په نتیجه کې دواړو لورو ته د سرومال زیانونه اوښتې دي.

سره له دې چې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو هڅو په نتیجه کې اوسمهال د پاکستاني تاسیساتو کار ولاړ دی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوي خو د ولسی جرګې غړی وايي د دې لپاره چې په راتلونکې د داسې پېښې مخه ونیول شي حکومت دې د نړیوالو ادارو په مرسته دې لانجې ته د حل لارې ولټوي.

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وویل:

"ملي شورا باید په دې هکله غږ پورته کړي، موږ د دې پروړاندې بې تفاوته نه شو پاتې کیدلي، زه د یوې ښځې په حیث اماده یم چې سرحد ته لاړه شم او د مرګ په بیه به له خپلې خاورې دفاع وکړم."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د راپورته شوي لانجې د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې تېزې شوې دي.

د راپورته شوي لانجې د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې تېزې شوي
د راپورته شوي لانجې د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې تېزې شوي

سربېره پردې افغان حکومت وايي، د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته لاړشی چې دلانجې د حل پر لارو له مقابلې لورې سره خبرې وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پاکستان ته به د افغان پلاوي سفر د ډیورند کرښې په اوږدو په ځانګړې توګه تورخم کې را پيدا شوې ستونزې حل کړي او که نه؟ خو حکومت یې حل ته هیله من دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG