د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

سرچینه: پاکستان پر ډیورنډ کرښه د ۴ نورو دروازو جوړول غواړي


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ یو هیئت د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر وروستي کړکېچ خبرې کړي دي.

که څه هم دواړو لورو په رسمي اعلامیو کې دا خبرې اترې مثبتې بللي، خو په رسنیو کې د پاکستاني چارواکو له خولې ویل شوي چې له افغان هیئت سره کوم توافق ته نه دي رسېدلي او یوازې هغوی یې پر خپل هغه دریځ خبر کړي چې غواړي نه یوازې په تورخم بلکې د ډیورنډ پر کرښه په څلورو نقطو کې دروازې جوړې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وايي، د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو هیئت د پاکستاني چارواکو په بلنه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال اعزاز احمد چوهدري سره خبرې کړي.

افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي
افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي

خبرپاڼه وايي داهیئت د پاکستاني لورې په بلنه اسلام اباد ته تللی و او په خبرو اترو کې دغلته افغان سفیرعمر زاخېلوال هم برخه لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دواړو خواوو ترمنځ دا خبرې اترې په دوستانه فضا کې د رغونکې اجنډا سره بللي دي.

افغان لوری وايي، پاکستاني چارواکو ته یې د افغانستان په قلمرو کې د تاسیساتو او د تالاشیو د پوستو د جوړولو په شمول د هغه څه په اړه خپله اندېښنه وړاندې کړې چې دوی یې له کرښې د پاکستاني لورې سرغړونه بولي.

د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وايي چې افغان هیئت د افغانستان پر کلیو د پاکستاني د پوځ له خوا پرلپسې د توپونو د ډزو په اړه هم خپل سخت اعتراض د پاکستان چارواکو ته رسولی دی.

د خبرپاڼې په وینا دواړو لورو موافقه کړې چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره د مشورې او هم غږۍ په هدف به یو ګډ مکانیزم رامنځ ته کوي.

ټاکل شوې ده چې دا مکانیزم به د غور او تایید لپاره د شانګهای د سازمان د مشرانو د غونډې پر مهال چې په تاشکند کې جوړیږي د دواړو هېوادونو حکومتي مشرانو ته وړاندې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه د یو بل ملي حاکمیت ته پر درناوي، د نه لاس وهنې اصولو ته په ژمنتیا، پر یو بل پر نه تېري او د ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر پاللو ټینګار وشو.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري افغان هیئت ته ویلي چې پاکستان نه یوازې په تورخم کې بلکې غواړې د افغانستان سره پر کرښه پر څلورو سیمو کې دروازېولګوي.

دې چارواکي ویلي:

"موږ کوم توافق ته ونه رسېدو، خو افغان لوری مو د خپل دریځ په اړه خبر کړ."

دې پاکستاني چارواکي ویلي چې د دروازو جوړول د دواړو خواوو امنیت لپاره مهم دي.

اخوا د رویټرز خبري اژانس د یو بل پاکستاني چارواکي له خولې ویلي چې د دواړو هېوادونو مشران به په تاشکند کې د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غونډې ترڅنګ پر دې مسلو نور بحثونه هم وکړي.

د تورخم دروازه په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني لورې تر منځ پر یو بل د ډزو او جګړې شاهده وه چې له کبله یې دا لاره د څو ورځو لپاره په بشپړه توګه تړل شوې وه.

تورخم دروازه د څو ورځو لپاره د خلکو پرمخ تړلې وه
تورخم دروازه د څو ورځو لپاره د خلکو پرمخ تړلې وه

دا جګړې وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستاني لوري دغلته د یوې دروازې د جوړولو کار پیل کړ چې د افغان چارواکو په وینا په صفري نقطه کې وه او له دوی سره یې د جوړولو په اړه سلا نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG