د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

کابل تورخم کې د پاکستان لخوا د دروازې جوړول په سختو ټکو وغندل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په تورخم کې د پاکستان له خوا د دروزاې په جوړولو انتقاد کړی او دا کار یې د دوړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو توافقاتو خلاف بللې دی.

ویل کېږي چې پاکستاني لوري په تورخم کې د ډیورنډ د کرښې بله غاړه په اویا مترۍ کې لانجمنه دروازه نژدې بشپړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستاني لوري د دې دروازې په جوړولو کې په دې اړه د دواړو خوا ترمنځ شوي توافقات له پامه غورځولی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

مستغني:د افغانستان اسلامي جمهوریت په تورخم کې د دروازې جوړول د خواشینۍ وړ بولي
مستغني:د افغانستان اسلامي جمهوریت په تورخم کې د دروازې جوړول د خواشینۍ وړ بولي

"د افغانستان اسلامي جمهوریت په تورخم کې د دروازې جوړول د خواشینۍ وړ بولي، دا په دې برخه کې د حاکم عرف او ښه ګاوندیټوب د اصولو سرغړاوی بولي او په سختو ټکیو یې غندي، د پاکستان دا اقدام چې د پخوانيو توافقاتو سربیره شوی، د افغانستان دولت یې د دواړو اړخونو ترمنځ د شویو توافقاتو خلاف او نامناسب اقدام ګڼي."

یوه نیمه میاشت مخکې په تورخم کې د پاکستان له خوا د یوې دروازې جوړول د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جګړې سبب شول چې څو ورځې یې دوام وکړل او په کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله وواښته.

وروسته په پاکستان کې دافغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د ملکي و پوځي مشرانو ترمنځ لیدنو کې پر یو اوربند موافقه وشوه چې ورپسې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي اسلام اباد ته سفر وکړ او دغلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره د تورخم پر وضیعت خبرې وکړې.

د جون د میاشتې په ۲۴ نېټه په تاشکند کې د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غونډې ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار د داسې ستونزو د هواري په هدف پر یو مکانیزم سلا شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل هغه مهال له پاکستاني لوري سره په داسې یومکانیزم سلا شوي وه چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مهمو مسلو، لکه امنیت له پولې څخه د خلکو او موټرو د تګ راتګ په کنټرولاو په دې پورې په اړوند نورو مسلو کې له یو بل سر هماهنګي کوي.

د ښاغلي مستغني په وینا د دواړو لورو د ځینو اندېښنو د لرې کولو لپاره پر یاد مکانیزم سربیره د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هم توافق شوی و او د دې چوکاټ یو هدف دا وو څو بیا د تورخم په څېر جګړې رامنځ ته نه شي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه:

"له بده مرغه د دې شویو توافقاتو پرخلاف، د دې دروازې د جوړولو کار ترسره شوی دی، له همدې کبله دی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت، د پاکستان دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د شویو ژمنو او وروستیو توافقاتو څخه سرغړونه بولي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت، د پاکستان د دا ډول سرغړاویو د دوام د مخنیوي لپاره، پر بېلابېلو انتخابونو جدي غور کوي، دا چې دا انتخابونه به کوم وي چې افغان حکومت به یې د پاکستان د دا ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره پرې غور کوي؟ دم ګړۍ پرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو ډه ډه وکړه.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې وخت په وخت د تورخم او د افغانستان سره پر کرښه د څو نورو دروازو پر جوړولو ټینګار کړی او دا د دواړو هېوادونو د امنیت پر ګټه بللي، د پاکستان د صدراعظم سلاکار طارق فاطمي مخکې ویلي وو هېواد یې پر ډیورنډ د سرحدي اداري مکانیزم په عملي کولو بوخت دی او هڅه کوي د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د تفتیش د پوستو په جوړولو د غیرې قانوني تګ راتګ مخه ونیسي.

نوموړې ددې کار هدف د افغانستان او پاکستان د امنیت ټینګښت بللی و.

XS
SM
MD
LG