د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

اسلام اباد کې افغان پلاوي له پاکستانيو چارواکو سره کتلي


د افغانستان د خارجه چارو د وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د افغان د حکومت شپږ کسيز پلاوي نن په اسلام ابآد کې له پاکستاني مقاماتو سره د تورخم د وروستۍ لانجې په اړه خبري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ يو جګپوړى افغان پلاوى چې ويل کېږي سياسي او د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په کې دي، د تورخم د لانجې د اواري لپاره اسلام ابآد ته تللی دى.

افغان پلاوى دا سفر تر هغې وروسته کوي چې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز څو ورځې وړاندې د دې هېواد پارلمان د وينا پر مهال وويل چې په تورخم کې د رامنځته شوي ستونزې د اواري لپاره يې د افغانستان د خارجه چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار اسلام اباد ته بللي دي.

که څه هم د پاکستان د خارجه چارو وزارت لا تر دې دمه د افغان او پاکستانيو چارواکو د ليدنې په اړه څۀ نه دي ويلي، خو ددې هېواد رسنۍ وايي چې افغان پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز او د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر عزیز چودري سره ولیدل.

د راپورونو له مخې، دواړو غاړو د پاک افغان پولې په سرحدي سيمې تورخم کې په رامنځته شوي کړکېچ او همداراز د د پولې مدیریت یا بارډر منجمینټ او په دې پورې اړوندو مساېلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د چارو د وزارت سکرتر همداراز عزیز چودري له افغان پلاوي سره په غونډه کې د کابل په نننۍ ترهګريز بريد خواشیني کړې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي هم څرګنده کړې.

د افغانستان دغه جګپوړى پلاوى تر هغې وروسته اسلام اباد ته تللی چې څه ورځې مخکې په تورخم کې د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښتې وشوې چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل په دغه سيمه کې يوه دروازه جوړه کړي.

په دغو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته او تورخم دورازه هم څو ورځې تړلې وه، خو بيا وروسته په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال له پاکستانيو چارواکيو سره وکتل چې په ترڅ کې يې په تورخم کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ اوربند اعلان شو.

افغان پلاوى په داسې وخت کې پاکستان ته راغلى چې ددې هېواد د بهرنيو چارو سلاکار په دې وروستيو کې له بېلابېلو خبري رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې پاکستان به په تورخم کې خامخا دروازه جوړوي او که بريد پرې وشي، نو ځواب به يې ورکوي.

پاکستاني چارواکي ټينګار کوي چې د پولې مديريت يا بارډر منجمنټ د دواړو هېوادونو په ګټه دى چې پر مټ به يې د ترهګرو د تګ راتګ او د قاچاقي توکيو د لېږ راتګ مخنيوى وشي، خو افغان چارواکي بيا وايي چې د تورخم په کې دې هر ډول تاسيسات جوړول د دواړو هېوادونو په همغږۍ ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان ترمنځ شاوخوا ٢٦٠٠ کيلومټره اوږده نښتې اوږده پوله لري.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG