د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

اسلام اباد ته د خلیل کرزي سفر او د پاکستان د پوځي کړيو غبرګونونه


ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین نن د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستي کړکیچ په اړه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په داسې حال کې اسلام اباد ته ځي چې پاکستاني چارواکي د تورخم د جګړې له کبله سخت په غوسه شوي دي.

په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو له نښتو وروسته اسلام آباد د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ته بلنه ورکړې وه چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د کړکیچ د حل په اړه د بحث لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي خو د افغانستان حکومت وپتېیله چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته واستوي.

دې پریکړې د پاکستان د پوځي کړېو سخت غبرګون وپاراوه او د متقاعدو پوځیانو ټولنې پرون په خپله غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو پر وزارت سخت انتقاد وکړ چې ولې یې افغان استازي ته د سفر بلنه ورکړې.

دې ټولنې که څه هم پریکړې یې رسمي حیثیت نه لري، د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د افغانستان له استازي سره خبرو ته دې د هغه انډول د ټیټې کچې مقام واستوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دې ټولنې همدا راز د تورخم په جګړه کې د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سخت دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې د افغانستان استازي ته د بلنې له ورکولو مخکې پاکستان باید د خپل ګاونډیتوب خوند افغانستان ته وڅکلای وای.

پوځي ټولنې د تورخم په جګړه کې د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سخت دریځ ستایلی
پوځي ټولنې د تورخم په جګړه کې د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف سخت دریځ ستایلی

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وايي، د اسلام اباد غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کچه د پلاوي د استولو پریکړه د حکومت له خوا شوې ده.

تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه وروستیو جریاناتو ته په پام سره شوې.

د پاکستان د متقاعدو پوځیانو د ټولنې د دریځ په اړه ښاغلي غورځنګ وویل، دی تمه لري چې پاکستان باید له افغانستان سره د نوېو واقعیتونو په رڼا کې چلند وکړي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د پاکستان پوځي ماهرین او متقاعد جنرالان دې په دې پوه شي چې افغانستان د اتیایمو، نوییمو کلونو افغانستان نه دی. زموږ هیله دا ده چې پاکستان باید افغانستان له نوي حقیقت او واقعیتونو سره ومني او له افغانستان سره دې منحیث د یوه هېواد او منحیث د یوه سترملت چې په خپله روښانه اینده باور لري حساب کتاب وکړي."

غورځنګ: پاکستان باید له افغانستان سره د نوېو واقعیتونو په رڼا کې چلند وکړي
غورځنګ: پاکستان باید له افغانستان سره د نوېو واقعیتونو په رڼا کې چلند وکړي

د پاکستان د متقاعدو پوځیانو ټولنې ظاهراً د افغانستان او هند اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي، د افغانستان حکومت د هغو قدرتونو په ژبه خبرې کوي چې د دې ټولنې په وینا په سیمه کې د پراختیا غوښتنې اهداف لري.

د دې څرګندونو په ځواب کې د ملي امنیت د شورا د ویاند ښاغلي غورځنګ ځواب داسې و:

"موږ په خپل بهرني سیاست کې د هیچا تر فشار لاندې نه یو او نه د چا فشار منو. دوهم دا چې د ترهګرۍ د ګواښونو د ډېرېدو لپاره د دې پر ضرورت باور لرو چې د سیمې هېوادونه په خاص ډول ګاونډیان او پاکستان دې د دې ګواښونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي."

د جنرال علي قلي خان په مشرۍ د پاکستان د متقاعده پوځیانو ټولنې همدا راز ویلي دي چې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو په پلمه د طالبانو تسلیمیدل غواړي.

تمه ده چې د اسلام اباد په نننیو خبرو کې به د تورخم پر جګړې سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځینو نورو لانجمنو موضوعاتو او همدا راز د افغانستان د سولې د بهیر د راتلونکې په اړه هم بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG