د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

د پاکستان په اړه د جنرال دوستم غبرګون


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو راپورته شوېو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، که هر هېواد پر دوی برید وکړي پاکستان به یې ځواب ووايي.

په مطلب کې راغلي چې عزیز له بي بي سي اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي، تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وي، په دې سره پاکستان نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سرغړونه کوي.

په مطلب کې وړاندې د سرتاج عزیز له قوله لیکل شوي چې تر کومه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولي پر سر د ادارې کوم سیسټم نه وي رامنځته شوی تر هغه مهاله به د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او قاچاقو په څېر ستونزې هوارې نه شي.

ویسا په خپل یو بل مطلب کې دغه شان لیکلي چې د هلمند په بهرامچه کې هم د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو چارې روانې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د مسئلې په اړه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم غبرګون راخېستی دی.

هېواد لیکلي، جنرال دوستم پاکستان ته ګواښ کړی چې لانجه دې نه راولاړوي او خبرې دې ومني او د خبرو نه منلو په صورت کې به د پاکستان پر ضد پر عمل لاس پورې کړي.

د مقالې لیکوال لیکي دا په دې مانا ده چې که پاکستان بیا هم خبرو او پرېکړو ته کوم اهمیت ورنه کړي نو په لوی لاس غواړي چې د افغان ولس زور وازمايي.

هغه زور چې د مقاله لیکونکي په باور لږ څه خوند یې څو ورځې مخکې په تورخم کې وکوت.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې یو افغان پلاوی د تورخم د دراوزې په تړاو د ستونزې د حل لپاره پاکستان ته ځي.

کابل پوسټ لیکي، ټاکل شوې چې دغه پلاوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز په بلنه نن اسلام اباد ته ولاړ شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې به دواړه خواوې د پاکستان له لوري د یوې دراوزې د جوړولو پر سر له راپورته شوې ستونزې سربېره، د سرحدي چارو پر مدیریت او نورو مسایلو هم خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG