د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

ولسي جرګه: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړول روان دي


د افغانستان ولسي جرګه وايي چې پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تاسیساتو په جوړولو لګیا دي او افغان حکومت باید د اساسي قانون سره سم د ځمکنی بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

ډيورنډ هغه فرضي کرښه چې د ولسي جرګې غړو په باور پاکستان یې د کلونو راهیسې په رسمیت د پیژندلو لپاره د افغانستان اقتصاد او امنیت ته ضربه رسولې ده.

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې ورځې غونډه تر ډېره په همدې اړه بحثونو ته ځانګړې کړې وه.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د وکیلانو له بحثونو وروسته ټینګار وکړ چې افغان حکومت باید دغه هېواد د اساسي قانون سره سم د ځمکنې بشپړتیا څخه ساتنه وکړي.

ابراهیمي: حکومت باید د ځمکنې بشپړتیا څخه ساتنه وکړي.
ابراهیمي: حکومت باید د ځمکنې بشپړتیا څخه ساتنه وکړي.

ښاغلي ابراهیم زیاته کړه:

"پاکستان په صفري نقطو کې د تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي د قانون له مخې د ځمکنې بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتل د حکومت له اصلي دندو څخه دي چې باید په مسولانه ډول ورسره چلند وکړي او په دې اړه موږ اعلامیه هم ورکړې چې د خپل حکومت تر څنګ ولاړ یو."

د ډیورنډ فرضي کرښه د امیرعبدالرحمان خان حکمرانی پر مهال د هندوستان سره د یوې معاهدې تر لاسلیک وروسته د بریتانیا تر استعمار لاندې مشخصه شوه.

خو د پاکستان له جوړېدو وروسته افغان حکومت هغه وخت دا کرښه په رسمیت نه وپیژانده او تراوسه د کابل او اسلام اباد ترمنځ ډېر وخت د اختلافونو او جنجالونو لامل شمېرل کیږي.

د ولسي جرګې ځيني نور غړي وايي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د پاکستان او افغانستان تر منځ کوم حقوقي سند نشته.

اصولي: ډیورنډ د انګریزانو او د وخت افغان حکومت تر منځ یوازې یوه موضوع مطرح شوې
اصولي: ډیورنډ د انګریزانو او د وخت افغان حکومت تر منځ یوازې یوه موضوع مطرح شوې

د دې جرګې یو غړی کمال ناصر اصولي وايي:

"د انګریزانو او د وخت افغان حکومت تر منځ یوازې یوه موضوع مطرح شوې هغه هم دا چې" د انګریزانو او افغان حکومت تر اغیز لاندې ساحه" نو ځکه پوله مشخصه شوه خو دا چې کومه برخه د ډیورنډ کرښې په نوم مشخصه شوې وي په دې اړه کوم حقوقي سند نشته او زموږ پوله تر اټک او اباسینه ده."

د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی له تېرو دوه اونیو راهیسې یو ځل بیا هغه وخت ډېر شو چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د یوې دروازې د جوړولو چارې پیل کړې.

افغان پوله ساتو ځواکونو د پاکستان د دې کار مخنیوی وکړ چې په مقابلو وسله والو ډزو کې دواړو لورو ته تلفات هم ورسېدل.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یو ګډ مېکانېزم په جوړېدو ټينګار وکړ.

خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان له لوري د ډیورنډ کرښې د پیژندلو ټولو هڅو سره افغان لوری د دغې فرضي کرښې په اړه څه نظر لري.

مستغني: د سراسري امنیت په صورت کې د ډیورنډ کرښه د بحث وړ ده
مستغني: د سراسري امنیت په صورت کې د ډیورنډ کرښه د بحث وړ ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ډیورنډ کرښې په اړه د تصمیم نیول د حکومتونو کار نه دی دا د دواړو لورېو ته پراته ولسونه دي چې د دې کرښې په اړه به پریکړه وکړي تر هغې وخته چې په افغانستان کې امنیت ټینګ نه شي د ډيورنډ موضوع د بحث وړ نه ده."

له دې سره چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت د پالیسۍ په روښانولو ټينګار کوي وايي چې د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته پراته خلک افغانان دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG