د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

مستغني: افغانستان د ډیورنډ په اړه د نړیوالو اصولو له مخې چلند کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو د جوړولو او په تورخم کې د دروازې د نصبولو په اړه پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې افغانستان به د ډیورند کرښې په تړاو د هر اقدام په وړاندې د نړیوال عرف او اصولو له مخې په جدي ډول اقدام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان به د ډیورند کرښې په تړاو د هر اقدام په وړاندې موثرې او ډیپلوماتیکي لارې ولټوي او د نړیوال عرف او اصولو له مخې به جدي اقدام وکړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی چې د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان د ملی امنیت د شورا استازي هم په کې شامل دي پاکستان ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه:

"نن سهار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو پلاوی اسلام اباد ته تللی دی، افغانستان د ډیورند کرښې په تړاو د هر اقدام په وړاندې د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو له مخې چلند کوي او له ټولو موثرو او ډیپوملتیکو لاره نه به ګټې اخیستنې سره د دې خط په اوږدو کې د ستونزو د اواري په برخه کې په جدیت سره اقدام کوي."

پاکستاني رسنیو ویلي چې افغان پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی او د دواړو لوریو له خوا تر ټینګار پر دې شوی چې شته ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د بي بي سي اردو څانګې سره په یوې مرکه کې ویلي چې تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وي او په دې برخه کې پاکستان نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سرغړونه کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پاکستاني لوري سره د تاسیساتو د جوړولو پر سر د نړیوالو اصولو له مخې یوې هوکړې ته نږدې شوي وو او په تورخم کې د دروازې جوړول په کې نه و شامل.

تېره اوونۍ په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د دروازې جوړلو موضوع د افغان سرحدي ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شوه چې د درې ورځو لپاره په وقفه یې جګړه کې دواړو خواته تلفات اوښتي او لاره هم د مساپرو په وړاندې د پنځو ورځو لپاره په بشپړ ډول تړل شوې وه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې افغان حکومت ته پکار ده چې په داشان یو حالت کې د مذاکراتو لړۍ ته دوام ورکړي او تر څنګ یې نورې ډیپلوماتیکې لارې چارې هم ولټوي او ورسره ـ سره باید خپل دفاعي او امنیتي ظرفیتونه هم لوړ کړي.

د چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي تر هغو چې د افغانستان دولت د یو قدرت په توګه د پاکستان په وړاندې ونه درېږي د پاکستان نه به د دې ستونزې د اواري هیله بې ځایه وي.

د چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باید په طبیعي ډول د مذاکراتو لړۍ ته دوام ورکړي، د دې تر څنګ چې مذاکرات دوام لري باید نورې ډیپوملتیکي لارې چارې هم ولټوي، خپل دفاعي او امنیتي ظرفیتونه باید لوړ کړي تر هغو چې د افغانستان دولت د یو قدرت په عنوان د پاکستان په وړاندې ونه درېږي د پاکستان نه د دې خبرې د حل امید کول اشتباه وي."

پاکستان په تورخم کې د دراوزې د کار تر شروع کولو دمخه د روان کال د جون له لومړۍ نېټې ورسته د تورخم له لارې د بې ویزې مسافرو په تګ هم بندیز ولګولو.

عام خلک په دې نظر دي چې پاکستان په خپلو دغو کړنو سره غواړي چې په افغانانو باندې د ډیورند کرښې رسمي کېدل ومني.

دوه تنو کابل ښاریانو محمد کمین او حیات الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ډیورند موږ په رسمیت نه پېژنو، موږ دواړه غاړې پښتانه یو، دا ټوله خبره د پنجاب د حکومت ده چې موږ خپلو کې وویشي."

"د پاکستان هدف دا دی چې د دغو تاسیساتو په جوړلو سره د ډیورند کرښې ته یو خاص رسمیت ورکړي، موږ تاسیسات نه غواړو، ځکه دا دا مانا ورکوي چې نور ډیورند لین ختم شو او د یو سرحد په توګه پېژندل کېږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په تېرو شپېتو کلونو کې هغه څه چې د کرښې د دواړو خواوو د خلکو د اړتیاوو له مخې د یو عرف په توګه منل شوي ورته درناوی لري او له پاکستاني لوري هم ورته تمه کوي.

خو معلومه شي چې پاکستانی لوری دې مسالې ته څومره ارزښت ورکوي؟

هېره دې نه وي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ورستیو ترینګلو حالاتو، تاویلو، ما ویلو او ان ماشې کش کولو او پوچک پرانیو په خیبر پښتونخوا کې هم د پاکستان د حکومت په وړاندې د یو شمېر سیاسیونو او عوامو غبرګونونه راپارولي دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG