د افغانستان په راتلونکیو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید سنګین محمد رحماني د بدخشان د یفتل د درې په چاوش کلي کې زیږېدلی دی.
د جمهورياست ته كانديد ښاغلې ضياوالحق حافظي په کابل کې زیږدیدلی دی نوموړي وايي چې په استاد مشهور دي . د حافظې په وینا له څلوېښتو کلونو راهېسې په سیاسي مباریزه بوخت دی .
عبد المجيد صميم چې دعبدالغنې زوى دى، د شبرغان ولسوالۍ د بابا علي د كلي په يوه بزګره كورنۍ كې زيږدلى دى. ښاغلی صمیم وايي د بلخ ولایت له دارلمعلمین څخه فارغ شوی دی.
عبدالقادر امامي غوري په ۱۳۳۳ لمريز كال كې غور ولايت كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په غور كې كړي دي او د كابل ولايت د ابوحنيفې له مدرسې څخه فارغ شوى دى.
شاه محمود پوپل د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې زیږیدلی دی . نوموړی د مجاهدینوپخوانی قومندان دی او وايي، د مجاهدینو د واک پر مهال يې د سولې او ملي یووالي لپاره هڅې کړي دي .
د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید باز محمد کوفي د محمد شا کوفي زو ی دی. دی وايي چې په ۱۳۲۵ هجري لمریز کال کې د کوف په ولسوالۍ کې زېږیدلی دی .
محمد هاشم توفیقي د سردار محمد اکبر خان زوی دی ، او وايي چې د نسب سلسله امیر دوست محمد خان ته رسېږي او په ۱۳۱۱ هجري لمریز کال کې په کابل کې زیږیدلی دی.
د ولسمشرۍ څوکې ته کاندید ښاغلی اوریا په ۱۳۳۲ هجري کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په استقلال لېسه کې کړي ، او د کابل پوهنتون د حقوقواو سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی.
غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ هجري لمریزکال کې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. دې وايي چې ابتدايي زده کړې يې په نجراب کې کړي او بیا د رحمان بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی، او بیا يې د طب پوهنځي لوستی.
محمد سرور احمدزی وايي چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په ۱۹۷۹ عیسوي کال کې يې پاکستان ته هجرت کړی او لومړنۍ او لوړې زده کړې يې ټولې هملته په پاکستان کې کړي دي.
ذبیح الله غازي نورستاني د شهیدغازی خان زو ی دی ، نوموړي په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې زېږیدلی دی. ښاغلي نورستاني وايي چې تر دولسم ټولګي پورې يې په کابل کې د رحمان بابا لېسه کې زده کړې کړي او بیا یې په کابل کې د کرنې عالي انیستیوت لوستی .
اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي له مهمو سیالانو څخه شمېرل کېږي ، د نوموړي په اړه دده د انتخاباتي کمپاین په رسمي پاڼه کې لېکل شوې دي:
نور راوښيه