د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

شاه محمود پوپل سره ځانګړې مرکه


ښاغلی پوپل وايي تر دولسم ټولګې پورې يې زده کړې کړي او د پخوانیو جهادي قومندانانو څخه دی.
ښاغلی پوپل وايي تر دولسم ټولګې پورې يې زده کړې کړي او د پخوانیو جهادي قومندانانو څخه دی.

شاه محمود پوپل د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې زیږیدلی دی . نوموړی د مجاهدینوپخوانی قومندان دی او وايي، د مجاهدینو د واک پر مهال يې د سولې او ملي یووالي لپاره هڅې کړي دي .

د ښاغلي پوپل په وینا شپږ کاله کېږي چې د افغانستان د سولې د ملي اسلامي ګوند په نوم د یو ګوند مشر دی .

دی وايي چې تر دولسم پورې يې زده کړې په محمد اغې او د پېښور په عمر ثاني لېسه کې کړي .

د ښاغلي پوپل وینا ده چې نه ېوازې د خپل ګوند له اړخه کاندید دی بلکې د ځینو نورو سیاسي کړیو ملاتړ هم لري.

اوس شا محمود پوپل د هغو یو څلوېښت کاندیدانو له ډلې څخه دی چې ځانونه يې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید کړي.

شا محمود پوپل ولې غواړي ولسمشر شي؟ که چېرې ولسمشر شي کوم لوی بدلونونه به راوړي ؟ دا اوداسې نورې پوښتنې له نوموړي سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې شریکې کړي :

دا مرکه دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG