آزادي راډیو هرکال داسې یو شخصیت چې د ډيموکراسۍ د پراختیا، د هېواد د پرمختګ، خیریه مرستو، بشري حقونو او د نورو بشري فعالیتونو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي د کال د شخصیت په توګه غوره کوي.
په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لپاره اکثر کاندیدان د بندو کلاوو ترشا خپلې انتخاباتي مبارزې پر مخ وړي. او د لسګونو باډي ګاردانو په ملاتړ په زغروالو موټرونو کې له یو ځای څخه بل ځای ته ځي. ډاکټر رمضان بشر دوست هره ورځ د کابل په کوڅو کې ددغه ښار له اوسیدونکو سره ګوري، او د عادي مساپرو په څیر د هېواد لیريو پرتو سیمو ته په بسونو کې سفر کوي. د ازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي بشر دوست د ژوند او انتخاباتي مبارزې په اړه یو راپور چمتو کړی چې مهم ټکي يې له صالحې اسحق زۍ خالقي څخه اوروو.
د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي انتخاباتي شعارونه سوله، پخلاینه او اقتصادي انکشاف دی. دده د نوروسیالانو برعکس، ډیره هڅه کوي چې په تیرو اتو کلونو کې د خپلو اجراتو څخه دفاع وکړي او افغانانو ته چې په عمومي توګه دده د اجراتو په هکله شکمن شوي دي،د خپلو راتلونکو پلانونو او تصوراتو په اړه معلومات ورکړي. د ازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي کرزي د تیرو اجراتو او راتلونکو هیلو او پلانونو په هکله یوراپور خپور کړی غټ ټکي یې صالحې اسحقزی خالیقي راټول کړي:
پخوانی لوړ رتبه ډېپلوماټ نن د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوررییس حامد کرزي ترټولو لوی سیال دی، چې د اسد په نهه ویشتمه ترسره کېږي. ښاغلي عبدالله عبدالله چې اصلا د سترګو ډاکتر دی د خپل سیاسي ژوند زیاته برخه د افغانستان د هغه سیاسی او پوځي تنظیم د ویاند او مذاکره کونکی په توګه تیره کړې ده چې د پخواني شوروي اتحاد او طالبانو پرضد یې مبارزه کړی ده. دازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي عبدالله عبدالله د سیاسي ژوند هغې برخې ته کتنه کړې ده چې نن یې د جمهور ي ریاست کاندیدو ته هڅولی دی. هاشم مهمند ددې کتنې مهم ټکي راخیستي دي.
پخوانی اکاډمیک شخصیت او د نړېوال بانک مشاور چې حتی یو ځل د ملګرو ملتونو د عمومی منشي او نړېوال بانک د ریاست مقام ته کاندید وو، اوس غواړي په افغانستان کې نوي سیاستونه پلي کړي. په یوه هېواد کې چې د کورنېو جګړو او بهرنېو تهاجماتو په نتیجه کې وران شوی دی، دی د پراخو اصلاحاتو یو پروګرام لري چې هدف یې په راتلونکې کې د یوه سوله یز او سوکاله افغانستان را منځته کېدل دي. د ازادۍ راډیو خبري څانګې جمهوري ریاست ته د کاندید ښاغلي اشرف غني د ژوند او سیاستونو په هکله یو مطلب برابر کړی چې مهمې برخې یې صالحې اسحق زۍ خالقي چمتو کړې دي:
د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته له کاندیدانو سره د مرکو په لړ کې دا اونۍ د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي سره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیا هم ددې څوکۍ کاندید دی مرکه لرو.
د ۱۳۸۸ لمریزکال د اسد د نهه ویشتمې نېټې د ولسمشرۍ له بېلابېلوکاندیدانو سره د ازادۍ راډیو د ځانګړو مرکو په لړ کې د ډاکترعبدالله عبدالله مرکه دلته وړاندې کېږي .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د عامه پوهاوي څانګې، د كابل ولايت ګڼ شمير ديني عالمان او روحانيون يوه روزنيز پروګرام ته راټول كړي وو، ترڅو خلكوته د اسلام له نظره دانتخاباتو اهميت بيان كړي.
سید جلال کریم چې له دیرشو کلونو راهېسې په سعودي عربستان کې اوسېږي په کابل کې زېږیدلی دی ، او لومړنۍ زده کړې یې د کابل په استقلال ښوونځي کې کړي.
محمد یاسین صافی د حاجي مکمل زوی په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی .
ګل احمد یما په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې زیږدلی دی . نوموړی وايي چې لومړنۍ زده کړې يې د نادرشاهي په منځني ښونځي کې کړي دي، او د نورو زده کړو لپاره يې د مزار شریف د باختر او د کابل د حبیبي لېسې لوستي او بیا د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د درې ژبي د ادبیاتو له څانګې فارغ شوی دی .
محمد نصیر انیس د محمد انیس زوی په ۱۳۴۷ هجري لمریز کال کې د لغمان ولایت په مرکز کې زېږیدلی دی . ښاغلی انیس وايي چې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل د محمود طرزي په لېسه کې کړي ، او په ۱۳۷۴ کال کې د کابل د طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی .
نور راوښيه