د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د حامد کرزي ژوند ته کتنه


د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي انتخاباتي شعارونه سوله، پخلاینه او اقتصادي انکشاف دی. دده د نوروسیالانو برعکس، ډیره هڅه کوي چې په تیرو اتو کلونو کې د خپلو اجراتو څخه دفاع وکړي او افغانانو ته چې په عمومي توګه دده د اجراتو په هکله شکمن شوي دي،د خپلو راتلونکو پلانونو او تصوراتو په اړه معلومات ورکړي. د ازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي کرزي د تیرو اجراتو او راتلونکو هیلو او پلانونو په هکله یوراپور خپور کړی غټ ټکي یې صالحې اسحقزی خالیقي راټول کړي:

په دې وروستیو کې د مرکزي افغانستان د کیهان په دره کې په زرګونو کسان د ښاغلي کرزي د انتخاباتي مبارزې په غونډه کې راټول شوي وو او شعار یې ور کاوه چې کرزی ګټونکی دی.

د کیان دره د سید منصور نادري د نفوذ سیمه ده چې د ښاغلي کرزي سره نژدې اړیکې لري. منصور نادري ویلي چې، د اسماعیلیانو د شیعه اقلیت څخه به تقریبا یو ملیون رایې ښاغلي کرزي ته ورکړل شي.

خو دا یوازې د کیهان سیمې اوسېدونکي نه دي چې وایي ښاغلی کرزی به داسد میاشتې په نهه ویشتمه د جمهوری ریاست انتخابات وګټي. یوه وروستۍ نظر پوښتنه څرګندوي چې ښاغلی کرزی به د ټولو رایو شپږ دېرش په سلو کې لاسته راوړي. چې په دې توګه تر خپل سیال عبدالله عبدالله شپاړس په سلو کې مخکې دی.
په سروې کې ښودل شوي چې د افغانانو شل په سلو کې لاهم پرېکړه نه ده کړې چې چاته به رایه ورکړي. خو ددې لپاره چې ښاغلی کرزی د رایو پنځوس په سلو کې وګټي، او په لومړي پړاووکې بریالی شي، ددغو خلکو رایو او ملاتړ ته ضرورت لري.

ښاغلی حامد کرزی پخپله ډاډمن دی چې دی به په انتخاباتو کې بریالی شي.

ده په کیهان دره کې پخپله وېنا کې وویل، د هغه سیالان د افغانستان په هرګوټ کې په ازاده توګه انتخاباتي مبارزه کولی شي.

ددې خبرې څخه د ښاغلي مقصد دا وو چې په حقیقت کې دی د نوي ډموکراتیک افغانستان بنسټ ایښودونکی دی.

او سیاسي سیالان یې نن د رایو د ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي نه دا چې د پخوا په څېر په زوره د کابل د نیولو هڅې وکړي.

حامد کرزي د جولای په میاشت کې په کندهار کې د کندهاري پښتنو د مشرانو په یوې لویې غونډې کې د خپلې بلې دورې مهم پلانونه تشرېح کړل:
کرزي ژمنه وکړه چې په حکومتي نظام کې به اصلاحات راولي او خپله پاملرنه به د هېواد بیارغونې ته راوګرځوي.

په دغو برخو کې د هغه د حکومت ناکامي ددې سبب شوه چې اداره یې د خلکو ترمنځ محبوبیت له لاسه ورکړي او حتی د نوموړي شخصي جاذبه هم زیانمنه کړي.

ښاغلی کرزی چې د پوپلزو پښتنو د یوه قومي مشر په کورنۍ کې زېږیدلی، هڅه کوي داسې وښیي چې ګواکې دی د افغانانو په سیاسي ژوند کې د هرچا لپاره هرڅه کولای شي.

نوموړي ټول هغه افغان کارپوهان چې په لوېدیځو هېوادونو کې روزل شوي وو، همدا شان جګړه ماران، د مجاهدینو د تنظیمونو مشران، افغان ملتپالونکي او پخواني کمونیستان هېواد ته راوبلل چې په ګډه د خپل هېواد لپاره کار وکړي.

مېرمن الیزابت روبین چې یوه ازاده امریکایي خبریاله ده او تیر ژمی یې ډېرې ورځې د افغانستان دجمهوري ریاست په ارګ کې تېرې کړې دي ازادۍ راډيو ته وویل: د ښاغلي کرزي تعریفول ډېر ګران کار دی:

(( د ښاغلي کرزي په فکر او نظر پوهېدل مخصوصا چې دی اوس جمهور رییس دی ډېر ګران کار دی. دی حقیقتا یو لوبغاړی دی.
تاسو پوهېږۍ کله کله هغه د یوه لوبغاړي په توګه څرګندېږي،او فکر کوي چې له دې لارې د خلکو پاملرنه جلبولی شي.))

هغه مهال چې په دوه زره لومړي عیسوي کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو، کرزی د یوه مصصم افغان مشر په توګه راڅرګند شو.

شنه چپنه یې په اوږو وځړوله، قره قولي خولۍ یې پر سر کړه، او د یوه وران او ټوټې ټوټې افغانستان د بیارغاولو وظیفه یې په غاړه واخیسته.

خو په دې لار کې دده د تېرو اتو کلونو اجرات د انتقالي، موقت او انتخابي جمهور رییس په توګه له بریالیتونو او ناکامېو سره یوځای وو.

د کرزي پلویان او په خاصه توګه دده ویاند همایون حمید زاده وایي: ښاغلي کرزي په افغانستان کې یو ډېر دموکراتیک نظام او په اسلامي نړۍ کې تر ټولو مترقي اساسي قانون منځ ته راوړ.

د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د افغانستان پر مخ د نویو فرصتونو یوه نوې دروازه پرانیستل شوه. یعنې د نوي سیاسي نظام او د ملیونونو ډالرو مرستو په نتیجه کې د افغانستان اقتصاد ډېر ژر بېرته په پښو ودرېد او لا یې هم د ودې درجه ډېره لوړه ده.

ددې ترڅنګ په هېواد کې یو خصوصي سکټور رامنځته شو.
مطبوعاتو پرمختګ وکړ، پنځه ملیونه افغان مهاجر بیرته هېواد ته ستانه شول او نن د هېواد د دري دېرش (۳۳)ملیونو له جملې څخه یو لوی اکثریت د طبي اساسي خدماتو څخه برخمن دی.

نن ورځ په ملیونونو افغان ماشومان او ځوانان ښوونځېو او پوهنتونونو ته ځي.

طالبانو غوښتل چې افغانستان په یوه اسلامي خلافت بدل کړي خو د نن ورځې په افغانستان کې بیا دولتي موسسات منځ ته راغلي. دغه هېواد ته نړېواله پاملرنه زیاته ده او د نړېوالې ټولنې د بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی.

خو ځینې داسې نورې نښې نښانې هم شته چې د افغانستان دغه انځور بل ډول ښیي.

په دې هېواد کې لاهم اته ملیونه افغانان د خوراکي موادو د کمښت او ناامنۍ سره مخامخ دي.

په دولت کې پراخ فساد، بیکاري او داچې د پخوانيو جنایاتو عاملین له هرډول مجازاتو څخه خوندي پاتې شوې دي، هغه مسایل دي چې د هر افغان په کور او په هر سماوار کې ورباندې خبرې کیږي.

د راتلونکې لپاره د اطمینان او ډاډ نشتوالی ددې سبب شوی چې ځینې کسان يې د راتلونکي په هکله ډېر بدبین کړې دي.

خو د سیمې د نوروسیاسي مشرانو برعکس ښاغلی کرزی یومنتخب مشردی چې تل دمنابعو له کمښت، دحقیقي قدرت او د خپلو سیاستونو
په تطبیق کې د صلاحیت د نه درلودو سره مخامخ و.

مېرمن روبین وایي، ډېر کسان د ناکامېو ټوله ګناه یوازې پر ښاغلي کرزي اچوي.

ښاغلی کرزی ادعا کوی چې پخپل سیاسي ژوند کې د مهانداس ګاندي او خان عبدالغفارخان د سوله ایزو مبارزو پلوي دی او هغو ته
د مثالي شخصیتونو په سترګه ګوري.

خو کله چې دی قدرت ته ورسېد دده شاوخوا دمجاهدینو قومندانان راټول شول.دغو قومندانانو ته ددوی د تیروکلونو ورانېو، بېرحمېو او وژنو له امله افغانان د جګړه مارانو خطاب کوي.

هغه مهال چې متحد ایالاتو د طالبانو د رژیم دنسکورولو لپاره اېتلاف رامنځ ته کړ، د مجاهدینو دغه قومندانان بیرته صحنې ته راوغوښتل شول. ځکه دوی ته دطالبانو او القاعده پرضد دپوځي متحدینو په سترګه کتل کیدل.

هغه مهال چې ښاغلی کرزی په دوه زره څلورم کال کې انتخابات وګټل هڅه یې وکړه چې ددغو جګړه مارو څخه ځان لرې وساتي، خو ډېر زر وپوهید چې دی حقیقي قدرت نه لري او که دغه جګړه ماران له صحني وشړل شي زیاتې ستونزې به رامنځ ته شي.

په دوه زره اوم کال کې ښاغلی کرزی ددې لپاره چې خپل واک ټینګ کړي ده دپخواني صدراعظم ګلبدین حکمتیارډېر نژدې ملګري حکومت ته راوبلل.

او کله چې د روان کال په پېل کې کرزی په دې وپوهېد چې د نړېوالې ټولنې سره دده د ډېرو نژدې اړیکو دوران تېر شوی دی، نو د خپلې انتخاباتي مبارزې د یوه مهم اقدام په توګه یې د سیمه ایزو جګړه مارانو سره یو نوی اېتلاف جوړ کړ.

د روان کال په مې میاشت کې ولسمشر کرزي پیاوړی جهادي قومندان محمد قسیم فهیم خپل لومړي مرستیال معرفي کړ.

ښاغلي فهیم په یوې وروستۍ وېنا کې چې په بدخشان ولایت کې یې وکړه وویل:


((دې ټکي ته پاملرنه وکړﺉ چې د کرزي د واکمنۍ په دوره کې په خاصه توګه کله چې دده د واکمنۍ څخه دوه کاله تیر شوي وو، نو ده په ډېر ټینګار سره وویل، چې دده د ضعف او قدرت د کمېدو یو اساسي دلیل دادی چې هغه مجاهدین د خپل حکومت څخه وشړل. ))

ښاغلي کرزي د بیا انتخابېدو لپاره بیاهم د جګړه مارانو سره یو اېتلاف رامنځ ته کړ.

ښاغلی کریم خلیلي چې همدا اوس هم د حامد کرزي مرستیال دی دده په راتلونکې حکومت کې به هم په همدې مقام پاتې شي.

عبدالرب رسول سیاف هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د ښاغلي کرزي په ګټه انتخاباتي مبارزه کوي.

ازبک جګړه مار جنرال عبدالرشید دوستم ، پښتون جګړه مار شیرمحمد اخوند زاده، ګل اغا شیرزی او محمد محقق هم رسما اعلان کړی دی چې په انتخاباتو کې به دحامد کرزي ملاتړ وکړي.

ځینې کوچني سیاسی ګوندونه او قبایلي مشران هم د ښاغلي کرزي شاته ولاړ دي.

ویل کېږي چې اکثر دغو کسانو وروسته له هغه چې ښاغلي کرزي دوی ته پخپل راتلونکي حکومت کې د کابینې د غړیتوب ژمنه ورکړه، د ښاغلي کرزي شا ته ودرېدل.

ولسمشر کرزي، دغه چلند ته د ملي مشارکت نوم ورکړی او په وروستېو کې یې اعلان وکړ چې لویه جرګه به راوغواړي او طالبانو او حزب اسلامي ته به هم بلنه ورکړي چې په هېواد کې د سولې او امنیت تینګېدو ته لار اواره شي او په هېواد کې د بهرنیانو د نفوذ مخنیوی وشي.

مېرمن روبین دغه حالت د یوې لویې خیمې سره تشبه کوي چې په هغې کې ټولو ته ځای ورکړل شوی او وایی، په دې توګه به ښاغلی کرزی وکړای شي په انتخاباتو کې بریالی شي. نوموړې زیاتوي

(( ده بېلابېلو خلکو او ډېرو بېلابېلو ډلو ته دومره وعدې ورکړې دي چې دا به ده ته ډېره ګرانه وي چې خپل حقیقي هدف ته ورسېږي.
مګر دا چې کرزی حقیقتا په پام کې ولري چې بیا ووایي، زه غواړم له ځانه د مثبتو بدلولونو، سولې، ډيموکراسۍ او پرمختګ میراث پرځای پرېږدم.))

د ولسمشر پلویان وایي، کرزی خپل هېواد ډېر ښه پېژني او د هغه دا سیاست د افغانستان په ډېرې پېچلې ټولنې کې یو ډېر ښه ځواب دی.


ډېر افغانان هیله من دي چې که کرزی بیا هم په انتخاباتو کې بریالی شي، نو ښه به دا وي چې کرزی هغه هدف ته چې په هېواد :کې د سولې، ډيموکراسۍ او پرمختګ ټینګول دي ورسېږي. او داسې نه وي چې دی یوازې د هېواد بدنامه زورور خوشحاله وساتي.
XS
SM
MD
LG