د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د عبدالله عبدالله ژوند ته کتنه


پخوانی لوړ رتبه ډېپلوماټ نن د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوررییس حامد کرزي ترټولو لوی سیال دی، چې د اسد په نهه ویشتمه ترسره کېږي. ښاغلي عبدالله عبدالله چې اصلا د سترګو ډاکتر دی د خپل سیاسي ژوند زیاته برخه د افغانستان د هغه سیاسی او پوځي تنظیم د ویاند او مذاکره کونکی په توګه تیره کړې ده چې د پخواني شوروي اتحاد او طالبانو پرضد یې مبارزه کړی ده. دازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي عبدالله عبدالله د سیاسي ژوند هغې برخې ته کتنه کړې ده چې نن یې د جمهور ي ریاست کاندیدو ته هڅولی دی. هاشم مهمند ددې کتنې مهم ټکي راخیستي دي.

د پنجشېر درې د شاوخوا دنګو غرونو په منځ کې د اوړي په یوه روښانه ورځ زیات شمېر خلک راټول شوي وو او د ښاغلي عبدالله عبدالله څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغو خلکو د اسد میاشتې په نهه ویشتمه د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه، او ویل یې چې دی د افغانستان د جهاد په مهال د پیاوړي قومندان احمدشاه مسعود ملګری و، چې د پنچشېر تر ټولو پېژندل شوی بچی دی.
ښاغلی عبدالله د ځوانو افغانانو د هغه نسل یو مشهور استازی دی چې د مسعود ترڅنګ یې په اتیایمه لسیزه کې د شورویانو پرضد
جهاد کې ګډون کړی دی، او بیا یې په نوییمه لسیزه کې یې د طالبانو او القاعده پرضد مقاومت کې برخه اخیستې ده.

داسې ښکارېدل چې په پنجشېر کې ټولو خلکو د عبدالله پلوي کوله. په یوه بله انتخاباتي مبارزه کې چې د کندز په ولایت کې وشوه
مولوي محمد عظیم عظیمي چې یو سیمه ایز مشر او د ښاغلي عبدالله پلوي دی، په غونډه کې د انتخاباتي مبارزې یو مهم پېغام ولوست. ده
وویل:
(( د افغانستان ټول خلک د هېواد په اوسني سیاسي نظام او جوړښتونو کې د بنیادي تغیراتو غوښتونکي دي. دوی همدا شان د هغو زرګونو او یا ملیونونو شهیدانو د حقوقو غوښتنه لري چې د دینی ارزښتونواو د خلکو د امنیت او اقتصادي سوکالۍ د دفاع لپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.))

اته څلوېښت کلن عبدالله په کابل کې زېږېدلی چې پلار یې په خټه پښتون وو او د افغانستان د پخواني پاچا مرحوم ظاهرشاه لخوا د سنا
مجلس انتصابي غړی ټاکل شوی وو.

ښاغلي عبدالله د ایتایمې لسېزې په پېل کې یعنې هغه مهال چې شورویانو افغانستان نیولی و، خپل تحصیلات پای ته ورسول اوګاونډي پاکستان ته یې مهاجرت وکړ.

خو کله چې دی خپل مورنۍ وطن پنجشېر ته ستون شو، د احمدشاه مسعود ډېر اعتماد يې ترلاسه کړ او د هغه شخصي ډاکټر شو.


عبدالله چې په کابل ښار کې لوی شوی وو، اوکله چې احمدشاه مسعود د کمونېستانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته په۱۹۹۲کال کې د دفاع وزیر شو، دی يې د خپل ویاند په توګه وټاکه.

په همدې کلونو کې د افغانستان مرکز د مجاهدینو د بېلا بېلو تنظیمونو د لویو جګړو ډګر وګرځېد. خو کله چې د نوییمې لسېزې په نیمایي کې طالبان په ټول افغانستان کې خپاره شول، ښاغلی عبدالله د
هغه اېتلافي حکومت تر ټولو لوړ پوړی ډېپلومات شو چې د طالبانو پرضد یې جګړه کوله.

ښاغلی عبدالله ادعا کوي چې د دوه زره لومړي عیسوي کال د بن په کنفرانس کې یې ښاغلی حامد کرزی د هېواد د نوي مشر په توګه ونوماوه.

ده د ښاغلي کرزي په موقتي، انتقالي او وروسته انتخابي حکومتونو کې د بهرنېو چارو وزیر وو.، چې وروسته په دوه زره شپږم عیسوي کال کې له دې وظیفې ګوښه کړی شو.

خو اوس ښاغلی عبدالله د اوسني حکومت په ناکامېو کې د ځان لپاره یو چانس ویني.

یعنې د اوسني حکومت د بې کفایتۍ او فساد څخه د خلکو مایوسي ددې سبب شوې چې، ښاغلي عبدالله هم د هیلو او بدلونونو شعار ونه پورته کړي.

ښاغلي عبدالله د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل: دی کولای شي د افغانستان وضعه بدله کړي. دی وایی:
(( ښاغلي کرزي یو طلایی فرصت په یوې مصیبت بارې وضعې بدل کړ. خلک به دده نه وپوښتي چې څرنګه کولای شی یوه مصیب باره وضعه بدله کړې او حالات ښه کړې؟ زه فکر نه کوم چې ښاغلی کرزی به ددې کار توان ونلري. افغانستان تغیراتو ته اړتیا لري. او زه ددغه تغیر استازی یم. دا زما په پروګرام زما په پلانونو او زما په سټراتېژیو کې څرګنده ده))

عبدالله که په رسمی غونډو او یا د مطبوعاتو سره په مرکو کې ډېرې شیکی او ښکلی دېرېشې اغوندي د خلکو ترمنځ په ملي جامو کې څرګندېږي، یعنې تل د یوه مډرن افغان په څېره کې څرګندېږي. یعنې دا چې نه ځان د خپل پخواني جهادي ژوند او نه هم د مډرنې نړۍ سره په تضاد کې ویني.

هغه کسان چې د ډاکټر عبدالله سره یې له نژدې همکاري کړې ده تل دده د مشرتوب او ډېپلوماټېکو مهارتونو ستاېنه کوي.

پخوانی افغان ډېپلوماټ روان فرهادي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وو، د خپل پخواني امر ډېره ستاېنه کوي. دی وایي:

(( ده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنېو چارو د وزارت چارې پر مخ بیولې. ده د بهرنېو چارو د وزارت کارونه له افغانستانه بهر تنظیمول. ځکه طالبانو له هېواده بهر خارجي ادارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي پخپل کنټرول کې نه درلودې. او طالبان په داسې حال کې چې پاکستانیانو ورڅخه ملاتړ کاوه، حتی د یوې دقیقې لپاره یې هم ونشو کولای چې ملګروملتو ته داخل شي.))

که څه هم ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه خپلواک کاندید په توګه مبارزه کوي، خو دده د انتخاباتي مبارزې څخه د اسلامي جمعیت تنظیم پراخ ملاتړ کوي.

ده همدا شان د متحدې ملی جبهې ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

دغه جبهه په حقیقت کې د اسلام پلوو پخواني کمونېستانو او نورو هغو کسانو یو اېتلاف دی چې د کرزي له حکومت سره مخالفه ده. دغه جبهه اوس نوره وېشل شوې ده.

د افغانستان د جمهوری ریاست دا نتخاباتو لپاره په خپور شوي لېست کې یوڅلوېښت کسانو ځانونه کاندید کړې ، خو د ښاغلي عبدالله چانس بیا هم ډېر دی چې وبه کړای شي د ښاغلی حامد کرزي سره د انتخاباتو په دوهم پړاوو کې سیالي وکړي.

ښاغلی عبدالله د سیاسي بدلونونو ژمنه کوي. نوموړی ددې بدلونونو په لړ کې غواړي د هېواد ریاستي نظام ته چې یوازې پنځه کاله عمر لري تغیر ورکړي او په یوه پارلماني سیسټم یې بدل کړي چې په هغه کې به صدراعظم پارلمان ته مسوول وي.

عبدالله عبدالله همداشان غواړي قدرت سیمه ایزو چارواکو ته وسپاري یعنې غواړي چې والیان، ښاروالان او سیمه ایز حکومتي مامورین د خلکو لخوا وټاکل شي.
عبدالله عبدالله وایی ، له متحد ایالاتو پرته ریاستي سیسټم په هېڅ ځای کې مثبته نتیجه نه ده ورکړې. او زیاتوي:

((که تاسې پام وکړۍ ریاستي سیسټم تل لاره استبداد ته اواره کړې ده. له بده مرغه هغه څه چې نن په افغانستان کې منځته راغلي دادی چې د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله رامنځ ته شوې ده، اودا فاصله مخ په زیاتېدو ده. همدا راز حکومت د خلکو په وړاندې ځان مسوول نه بولې.
ددې حالت یو علت په مشرتابه کې، بله برخه یې په مدیریت،او بله یې پخپله په نظام کې ده. خو په یوه پارلماني سیسټم کې د خلکوبرخه
اخیستنه یعنې د پراخې برخې اخیستنې ضمانت کېږي او حکومت هم پارلمان ته مسوول ګڼل کېږي))

ښاغلی عبدالله وایی: دی کولای شي د خپلو ډېپلوماټيکو مهارتونو څخه په استفاده د معتدلو طالبانو سره د پخلاېنې بهیر پر مخ یوسي.

که دا د طالبانو مهم مشران وي او یا عادي طالبان. په دې توګه به دی په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

عبدالله عبدالله چې په دوه زره اوم کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په سیمه ایزې جرګه کې د افغاني هیات مشر وټاکل شو، ادعا کوي چې د ی ددې کار لپاره مناسب کس دی. ځکه تر اوسه د پخلاېنې هلې ځلې ټول په خفا او د پردې ترشا شوې دي. ډاکټرعبدالله وایی:
(( زه پوهېږم چې څنګه سوله وکړم او زه فکر کوم د سولې لپاره شرایط د تېرو لسو کلونو په مقایسه نن ډېر ښه دي خو په عین وخت کې دا کار د ټولو اړخونو تفاهم ته اړتیا لري. د سولې لپاره لومړنی
شرط ژمنه ده. او تر کومه ځایه چې په ما اړه لري، زما پروګرام یې څرګندوي، او زما په کاري ټیم پورې مربوط دی، دا ژمنه شته.
نو هیله من یم چې د یوې افغاني ملي پخلاېنې په چوکاټ کې به د سولې لپاره دروزاه پرانیستل شي.))

منتقدین وایی: د یوه سیاسی حرکت سره د ښاغلی عبدالله نژدې والی د هغه ملي جذابیت کمزوری کړی دی.

د آزادۍ راډیو د ازادۍ په څپو خپرونه کې چې ښاغلی عبدالله یې مېلمه وو، اکثر اورېدونکو ور څخه د هغه د پخوانیو سیاسي اړیکو په هکله پوښتنې وکړې. اکثرو د عبدالله عبدالله د هغه وخت په هکله پوښتنې کولی چې دی د بهرنېو چارو وزیر وو. هغه مهال په ده انتقاد کېده چې د بهرنېو چارو په وزارت کې یې د خپل ګوند او سیمې کسان په کار ګمارلې دي.

خو دده پلویان بیا وایی چې، د نوموړي پېغام په ټول هېواد کې د خلکو لپاره په زړه پوری دی.

عبدالقدیر دقیق چې په فراه ولایت کې د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي مبارزې مشري کوي وایي، دی په خلکو کې ډېر محبوبیت او ملاتړ لری. ښاغلی دقیق زیاتوي:

((په فراه ښار کې زیات شمېر خلک د عبدالله د ملاتړ لپاره راغونډ شوي وو. په دې ډله کې د لیسو فارغان، د ځوانانو د شورا مشر او د بېلا بېلو قومونو استازو برخه اخیستې وه او له هغه څخه یې ملاتړ وکړ.
د پښتنو د بارکزېو، نورزېو او تاجکو قومونو زیات شمېر استازو له نوموړي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په غونډه کې زیات شمېرشیعه ګانو هم ګډون کړی و. ))

په داسې حال کې چې اکثر جهادي مشران د ښاغلي کرزي د بیا انتخابېدو څخه ملاتړ کوي، د ښاغلي عبدالله مهمه وظیفه به دا وي
چې یو ملي اېتلاف رامنځ ته کړي او په هغه کې خپل ټول پلویان او ملاتړي د فراه په څېر سره راغونډ کړي.
XS
SM
MD
LG