د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

درمضان بشر دوست ژوند ته کتنه


په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لپاره اکثر کاندیدان د بندو کلاوو ترشا خپلې انتخاباتي مبارزې پر مخ وړي. او د لسګونو باډي ګاردانو په ملاتړ په زغروالو موټرونو کې له یو ځای څخه بل ځای ته ځي. ډاکټر رمضان بشر دوست هره ورځ د کابل په کوڅو کې ددغه ښار له اوسیدونکو سره ګوري، او د عادي مساپرو په څیر د هېواد لیريو پرتو سیمو ته په بسونو کې سفر کوي. د ازادۍ راډیو خبري څانګې د ښاغلي بشر دوست د ژوند او انتخاباتي مبارزې په اړه یو راپور چمتو کړی چې مهم ټکي يې له صالحې اسحق زۍ خالقي څخه اوروو.

د اکثر څارونکو په نظر د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په لړکې ترټول مهم پرمختګ د پلان د پخواني وزیر رمضان بشر دوست بریالیتوب دی. یو شمېر نوموړی د ریښتینولۍ او ځینې نور هغه د ملنګۍ د ژوند اوهراړخیزو پیغامونو له امله د افغان ګاندي بولي.

وروستۍ نظرپوښتنې څرګندوي، چې نوموړی د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې دریم مقام لري. او نهه په سلو کې هغه افغانان چې پوهېږي، چا ته رایه ورکړي ویلي دي چې بشر دوست ته به رایه ورکړي.

په داسې حال کې چې د نړېوالو ځواکونو جنرالان او افغان سیاست پوهان تقریبا هره ورځ د هېواد د ناوړه امنیتي وضعې له امله خبرداری ورکوي، خو ښاغلی بشر دوست له کومې اندېښنې پرته هره ورځ د کابل او نورو ښارونو په کوڅو او بازارونو کې د خلکو تر منځ ګرځي. نوموړی د هېواد لرو پرتو ښارونو ته په کوچني بس کې عادي سفر کوي، اوله خلکو سره تر لیدو مخته په دکانونو، کورونو او د ښار په میدانونو کې خپله خیمه دروي، او هغې ته د ملت خیمه وایي. ښاغلی بشر دوست وایي:

((زه خپله د هېواد ولایاتو د سفر په مهال هیڅ د ویرې احساس نه کوم. ما اساسا کوم کار نه دی کړی. نه مې د افغانانو وینې تویې کړې دي، نه مې د خلکو مځکې په زور نیولي، نه د افغانانو ترمنځ دښمن لرم. خو باید زیاته کړم د افغانستان د ټولو ولایتونو خلک د ناامنیو له وجې ځوریږي.))

ښاغلي بشر دوست دغه څرګندونې هغه مهال چې د ارزګان
په مرکز ترینکوټ کې په خپلې انتخاباتي مبارزې بوخت وو، ازادۍ راډیو ته وکړې.

دغه سیمه د وسله والوطالبانو د فعالیت مهم مرکز دی او ناټو هم په ترینکوټ کې خپل ځواکونو ته د هلیکوپټرو له لارې اکمالات کوي. ځکه دغه ولایت ته مځکني لارې له خطره ډکې دي.

دري څلوېښت کلن بشر دوست خپل د عمر شل کاله په فرانسه کې تېر کړي او هلته یې په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې ډاکټري اخیستې ده.

نوموړی د لنډې مودې لپاره د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د پلان وزیر شو، خو ډېر زر له کابینې ووت.ځکه غوښتل یې چې باید د نړېوالو مرستندویو موسسو سره حساب وشي.

افغانان په دې نظر دي چې دا غیر دولتي موسسې یا اینجوګانې په فساد ککړې دي.

د فساد په اړه د ښاغلي بشر دوست دغو څرګندونو د خلکو ترمنځ د هغه شهرت دومره زیات کړ چې په پارلماني انتخاباتو کې یې د خپل سیالانو سره په ډېر زیات توپیر د افغانستان د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړی په پارلمان کې چې د جنګسالارانو تر نفوذ لاندې وو، وکړی شول چې د هېواد د تش لاسو او ناداروخلکو غږ پورته کړي.

او له هغې ورځې راهیسې د پارلمان د ودانۍ مخې ته په یوې ژیړ رنګې خیمې کې ژوند کوي.

نن ورځ همدغه خیمه د ښاغلي بشر دوست انتخاباتي مرکز دی.

دده دغې تګلارې د خلکو ترمنځ د نوموړي محبوبیت زیات کړ.

په ځانګړي توګه د هغو افغانانو ترمنځ چې د هېواد حاکم سیاسي قشر د فاسدو کسانو یوه ډله ګڼي.
په داسې حال کې چې د زمري د میاشتې په دریمه نېټه د خوست په ښار کې شپږ پرله پسې حملې وشوې، ښاغلي بشردوست هلته خپل انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکړ.

نوموړی د دوو افغانیو به بدل کې خپلې انتخاباتي پاڼې او تصویرونه خرڅوي څو وکړای شي له دې لارې خپله انتخاباتي مبارزه تمویل کړي.

سیمه ایز خبریال زاهد شاه انګار ازادۍ راډیو ته وویل: د خلکو سره د بشر دوست ارامه او ساده برخورد، او د هغه ملنګي د خلکو پام ور اړولی دي ښاغلي انګار زیاته کړه:

(( هغه په حقیقت کې د خلکو استازی دی. ما ولیدل چې بشر دوست د هېواد دعادي خلکو په څېر په کوڅو کې ګرځیده، خلکو یې دغه کار خوښوه او احترام یې ورته کاوه. او ژمنه یې ورسره کوله چې د انتخاباتو په ورځ به خپلې رایې ده ته ورکړي. په واقیعت کې دې لومړنی کاندید دی چې خوست ښار ته راځي. او پرته له هر ډول ویرې او تعارف څخه له خلکو سره خبرې کوي.))

د ښاغلي بشر دوست د حکومت دارۍ او انتخاباتي پروګرام څرنګوالی د نوموړي په وېب پاڼې کې شته. ښاغلی بشر دوست چې هر ځای ته ځي یو ډېر ساده پیغام له ځان سره لري او د خلکو سره ژمنه کوي چې دی به له فساد څخه یو پاک او منزه حکومت جوړ کړي. نوموړي دغه ژمنه په خوست کې هم د خپلې انتخاباتي وېنا په مهال له خلکو سره وکړه او ویې ویل:
((انشاالله مونږ به یو زړه سواندی، پاک، دینداره، او د کارپوهو وزیرانو یو حکومت ولرو. ددغه حکومت هر وزیر به یو وطنپال او د خپلې ساحې کارپوه وي. او دغه وزیران به د هر ولایت، هرې ولسوالۍ او هر کلي ستونزې په جلا جلا ډول حل کړي.))

ښاغلي بشر دوست واده نه دی کړی او خپل ژوند یې د افغانستان سیاست ته وقف کړی دی. دی د خپل معاش زیاته برخه چې دوه زره ډالره دی، غریبو او نادارو کسانو ته ورکوي. خلک د فساد او جنګسالارۍ پرضد د نوموړي د خبرو تود هرکلی کوي. هغه ډله افغانان چې له هېواد څخه بهر په اروپا، امریکا او خلیج هېوادونو کې اوسيږي، د ښاغلي بشر دوست د انتخاباتي مبارزې لپاره شل زره ډالر ټول کړې دي.

رمضان بشر دوست د هزاره وود اقلیت قوم څخه دی. دغه اقلیت د تاریخ به اوږدو کې له تبیعض سره مخ و خو بشر دوست هیڅکله پخپلو خبرو کې ددهغو بې عدالتیو په هکله چې ددې قوم په وړاندې شوې دي، څه نه دي ویلي.

په عین حال کې دی د هغو کسانو سره چې خپلو سیاسي اهدافو ته د رسیدو لپاره له قومي او ژبنیو اختلافاتو ګټه اخلي، سخت مخالفت ښیي. د بامیان یو سیمه ایز اوسیدونکی محمد ابراهیم جان په دې دره کې د ښاغلي بشر دوست د انتخاباتي مبارزې په مهال د نوموړي له دې پیغام څخه ډېر اغیزمن شوی و:

((زه هغه چا ته رایه ورکوم چې د قومي، قبیلوي، ژبني او مذهبي تعصباتو څخه پاک وي او د افغانستان د ولایاتو ترمنځ توپیر ونکړي. زه به هغه چا ته رایه ورکړم چې ټول افغانان، پښتون، تاجک، هزاره او ازبک یو افغان وګڼي.))

ممکن بشر دوست په انتخاباتو کې بریالی نه شي، خو زیات شمېر په دې باور دي چې د نوموړي سیاسي کړنلاره د افغانستان ډموکراسي پیاوړې کوي. او افغانانو ته به روښانه کړي چې سیاسي بدلون د تاوتریخوالي پرته هم ممکن دی.
XS
SM
MD
LG