توفیقي وايي لومړنۍ زده کړې يې د حبیبې په لېسه کې کړي ، بیا يې یو کال د ساینس پوهنځی لوستی او د لوړو زده کړو لپاره يې کلونه کلونه په انګلستان او جرمني کې تېر کړي دي ، چې ددې ه په وینا د دکتورا تر درجې يې لوړې زده کړې رسولې دي.
نوموړي وايي د ثور تر کودتا مخکې يې د صنایعو د وزارت پر بېلابېلو لوړو پوسټونو کار کړی ، د شوروي د یرغل پر مهال يې په جهاد کې برخه لرله ، بیا يې څه وخت په جرمني کې تیر کړ ، څه وخت وروسته د جي ټي زیډ په همکارۍ افغانستان ته ولاړاو د صنایعو د بیا رغونې په برخه کې يې کار وکړ .
دی وايي ،څه وخت وروسته بیا ایران ته ولاړ او کله چې بېرته راغې نو د کرزي په واکمنۍ کې یې ورستۍ دنده د کانونو او صنایعو په وزارت کې د خفیفه صنایعو د معین په توګه وه .
ښاغلی توفیقي اوس د هغو څلوېښتو کاندیدانو له ډلې څخه دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید دي.
له محمد هاشم توفیقي سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند د ده د راتلونکو پلانونو او انتخاباتي کړنلارې په اړه مرکه کړې .
دا مرکه دلته اوریدلی شۍ