(( اشرف غني احمدزي د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ دوره په افغانستان کې تېره کړې ده. لوړې زده کړې یې په بهر کې کړې دي.
پر هېواد د شورویانو د برید او کورنۍ جګړې له کبله د نورو هېوادوالو په څېر له خپلې کورنۍ سره جلاوطن شو.
ډاکټر اشرف غني هغه مهال، چې له هېواده بهر مېشت و د سياست او انسان پوهنې (انتراپالوجۍ) د یو سرلاري عالم په توګه وپېژندل شو.
وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ، چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم مسایل په کې زده کړل.
اشرف غني د طالبانو د رژيم تر ړنګېدلو وروسته په (۱۳۸۳ هـ ش) کال کې هېواد ته راستون شو او خپلې مشاهدې او تجربې یې د خلکو د خدمت او د افغانستان د بیارغونې لپاره وکارولې.))
اشرف غني احمدزی د طالبانو د ریژیم له نسکوریدو وروسته په لومړیو کې د افغانستاند ماليي وزیر و، وروسته د کابل پوهنتون ریس وټاکل شو، نوموړي د افغانستان په سیاسي او فرهنګي کړیو کې د یو پریکنده شخص په توګه شهرت لري .
اوس نوموړی د هغو یو څلوېښت کاندیدانو په ډله کې دی چې د ولسمشرۍ راتلونکیو انتخاباتو ته يې ځانو نه کاندید کړي .
یو شمیر څارونکي اشرف غني په راروانو انتخاباتو کې د کرزي له مهمو سیالانو ګڼي.
له اشرف غني احمدزي سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند مرکه کړې .
له اشرف غني احمدزي سره ځانګړې مرکه واورﺉ