د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۴

له باز محمد کوفي سره ځانګړې مرکه


د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید باز محمد کوفي د محمد شا کوفي زو ی دی. دی وايي چې په ۱۳۲۵ هجري لمریز کال کې د کوف په ولسوالۍ کې زېږیدلی دی .

ښاغلی کوفي زیاتوي ، څوارلس کاله يې د ښونکي په توګه دنده ترسره کړې او د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د واکمنیو پر مهال يې د وزیرانو په شورا کې پر بېلا بېلو پوسټونو کار کړی دی.

دې وايي چې په حقوقو او نړېوال سیاست کې يې له هېواده بهر زده کړې کړي دي، خو د هغه هېواد نوم يې وا نه خیست چې ده په کې زده کړې کړي .

بازمحمد کوفي اوس د هغو څلوېښتو کاندیدانو له ډلې څخه دی چې ځانونه يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي دي .

دې وايي چې له دیرشو کلونو راهېسې يې سر وکار له سیاست سره دی او که ولسمشرشي نو لومړی کار به يې له مخالفو وسلوالو سره د خبرو اترو وي.

د کوفي په وینا اوس په دې څېړنه بوخت دی چې خلک څه کوي او څه غواړي؟ او کله چې انتخاباتو ته یو میاشت پاتې شې نو ښه په درز کې به کمپاین پیل کړي.

له ښاغلي کوفي سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند دده د کاري پلانونو په اړه مرکه کړې.

دا مرکه دلته اوریدلی شۍ

XS
SM
MD
LG