د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ذبیح الله غازي نورستاني سره ځانګړې مرکه


ذبیح الله غازي نورستاني د شهیدغازی خان زو ی دی ، نوموړي په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې زېږیدلی دی. ښاغلي نورستاني وايي چې تر دولسم ټولګي پورې يې په کابل کې د رحمان بابا لېسه کې زده کړې کړي او بیا یې په کابل کې د کرنې عالي انیستیوت لوستی .

هغه وايي چې د ثور تر کودتا پورې يې پر ځینو دولتي پوستونو دنده ترسره کړه او پر افغانستان د شوریانو له یرغل وروسته يې په جهاد کې ونډه لرله .

د نورستاني په وینا ،د جهاد په کلونو کې يې د افغانستان د ازادي بښونکي اسلامي محاذ ګوند جوړ کړ. او اوس يې ددې ګوند نوم د افغانستان د عدالت او پرمختګ په ګوند بدل کړی دی .
ذبیح الله غازي نورستاني اوس د همدې ګوند په استازیتوب ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړی دی .

د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند له ښاغلي نورستیاني سره دده د کاندیدۍ په اړه ګڼ مسایل د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څېړلي .

له ښاغلي نورستاني سره دا مرکه دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG