نوموړی وايي چې خپلې لوړې زده كړې يې په كابل پوهنتون كې پيل كړې او د شريعاتو له پوهنځي څخه يې د ليسانس سند ترلاسه كړی.
ښاغلى غوري زیاتوي ، د دوو ماسټريو لرونكى دى، چې يوه يې د اسلامي اقتصاد په برخه كې د پاكستان د اسلام اباد له جامعې څخه ترلاسه كړى او بله يې هم د اسلام پېژندنې او اسلامياتو په برخه كې ده.
د امامي غوري په وینا د جهاد په دوره كې يې له بېلابېلو تنظيمونو سره همكاري درلوده، وروسته له هغې چې مجاهدينو په کابل کې واك ترلاسه كړ، دې هم د وخت یو چارواکی و او د افغانستان د دريو وزارتو (شهدا او معلولين، حج او اوقاف او سرحداتو) معين پاتې شوى دى.
عبدالقادر امامي غوري اوس په ولسي جرګه كې د غور ولايت د خلكو استازى دی او د هغو څلوېښتو کسانو څخه دی چې غواړي د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسیدو لپاره د افغانستان د بېلابېلو سېمو د خلکو اکثریت رايې تر لاسه کړي .
له عبدالقادر امامي غوري سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال دده د راتلونکیو پلانونو او انتخاباتي کړنلارې په اړه مرکه کړې.
دا مرکه دلته اوریدلی شۍ