د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

عبد المجيد صميم سره ځانګړې مرکه


عبد المجيد صميم چې دعبدالغنې زوى دى، د شبرغان ولسوالۍ د بابا علي د كلي په يوه بزګره كورنۍ كې زيږدلى دى. ښاغلی صمیم وايي د بلخ ولایت له دارلمعلمین څخه فارغ شوی دی.


دې وايي چې اصلي دنده يې د ښونکي په توګه ده او ټول عمر یې د یو ښونکي په توګه کار کړی دی.

نوموړی سره له دې چې د ښونکي په توګه کار کوي په جوزجان ولايت كې د زیانمنو شویو خلكو د ملاتړ په نوم د یوې شورا مشر هم دى.

ښاغلی صمیم هم له لکه د نورو یو څلوېښتو کاندیدانو په شان غواړي چې په راتلونکې کې د افغانستان ولسمشر شي او د همدې لپاره يې ځان په انتحاباتو کې دې څوکۍ ته کاندید کړی دی.

خو ولې يې د ولسمشرۍ خیال په سر کې ګرځیدلې؟ او که چېرې ولسمشر شي، څه بدلونونه به راولي ؟

په دې اړه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند له ښاغلي صمیم سره ځانګړې مرکه کړې:


دا مرکه دلته اوریدلی شۍ

XS
SM
MD
LG