د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۲

محمد اکبر اوریا سره ځانګړې مرکه

د ولسمشرۍ څوکې ته کاندید ښاغلی اوریا په ۱۳۳۲ هجري کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په استقلال لېسه کې کړي ، او د کابل پوهنتون د حقوقواو سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی.

ښاغلی اوریا وايي چې ډېره موده يې له سیاست سره تړاو پاللی، له پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته يې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې ماموریت پیل کړی ، او دده په وینا پر یو شمیر حساسو پوسټونو يې کار کړی دی.

اوس ښاغلی اوریا د هغو ۴۱ کاندیدانو له ډلې دې چې ځانونه يې د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته کاندید کړي دي .

دا چې ښاغلی اوریا څه پلانونه او پروګرامونه لري ؟ ولې يې ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړی ؟ په دې اړه له محمد اکبر اوریا سره د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند مرکه کړې .

دا مرکه دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG