د ازادي راډیو خبریاله
روسیې او ایران له طالبانو او پاکستان څخه غوښتي چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. دې دواړو حکومتونو اعلان کړی چې دوی یې منځګړیتوب ته چمتو دي. خو د چارو ځینې افغان او پاکستاني شنونکي بیا ټینګار کوي چې د کړکېچ د عملي حل لپاره باید دواړه خواوې د میکانیزمونو په جوړولو خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي.
له پاکستان سره د لارو بندښت او ځینو نورو سوداګریزو خنډونو د عامو افغانانو پر ورځني ژوند فشارونه زیات کړي دي. دا کورنۍ وایي په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوي چې هوا په سړېدو ده.
د طالبانو حکومت د ځینو دغو بهرنیو چارواکو د سفر هدفونه دوه اړخیزې اړیکې او امنیتي همکارۍ یادې کړي. خو د چارو شنونکي بیا وایي، د روسیې، قطر او ترکیې د استخباراتو او امنیتي چارواکو وروستي سفرونه په سیمه کې د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د تشویشونو اړوند وو.
د طالبانو حکومت وايي، د سیمې له شخړو وروسته د افغانستان له هوایي حریم څخه تېرېدونکې الوتکې زیاتې شوې او له دې لارې عاید هم نږدې ۵۰ سلنه ډېر شوی دی. کارپوهان وايي، د نړیوالې نهرسمیتوب له امله دغه عواید لا هم له اصلي ظرفیت ټیټ دي.
ایران د زرګونو افغانانو د اخراج هوډ کړی دی؛ په دې ډله کې یوه د تېر جمهوري نظام افسره هم ده. دا وايي، که افغانستان ته اخراج شي، له یوې خوا خو به بېکاره شي، له بله اړخه به ورته دا ډېره سخته وي، چې هلته پر ښځو د لګول شویو بندیزونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي او همدارنګه، ژوند ته یې هم خطر پېښېدلی شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د افغانستان له سیاسي صحنې تقریباً ورک و؛ دی د درملنې په پار مالیزیا ته تللی و، خو دغه یو لنډمهالی او رښتیا هم د درملنې په موخه سفر دی، که له طالبانو سره یې د اړیکو د پرېکون نښه ده؟
جګړو او ناامنیو بېکوره کړې دا کورنۍ وايي، په داسې حال کې له خپلو سیمو په پرلهپسې توګه کډو ته اړ کېږي چې په خبره یې، یو خوا یې د مني په راتګ سیمې سړې او ورښتونه پیل شوي او بل خوا ته یې ناامني ژوند ګواښي.
د زړه په سوري اخته زرګونه افغان ماشومان د ژوند ژغورونکو عملیاتو په تمه دي، خو کورنۍ یې د ناڅرګند برخلیک په اړه له اندېښنو سره مخ دي. دوی وايي، کلونه کېږي چې د افغاني سرې میاشتې له خوا د درملنې نوبت رسېدو ته په تمه دي، په داسې حال چې ورځ تر بلې یې د ماشومانو روغتیایي وضعیت خطرناک کېږي.
ملګري ملتونه وایي، شاوخوا نیم میلیون افغان ماشومان د شدېدې خوارځواکۍ له کبله روغتونونو کې بستر یا تر درملنې لاندې دي. ځینې کورنۍ وایي، ماشومانو او شیدې ورکونکو مېندو ته کافي اړین خواړه نه شي برابرولی.
د مني او سړې هوا له رانږدې کېدو سره، یو شمېر افغانې کورنۍ چې د جګړو او زلزلو له امله بېځایه شوې دي، وايي د اقتصادي ستونزو له کبله د ژمي لپاره د چمتووالي توان نه لري. دوی د مناسبې سرپناه، سون توکو او عاید له نشتوالي شکایت کوي او وايي ماشومان او ناروغان یې لا له اوسه د سړې هوا له اغېزو سره مخ دي.
د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي وايي، سیمو کې یې د ځنګلونو ناقانونه او غیر مسلکي قطع کولو د مېشتو خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ کړی دی.
پر اعتراضونو د طالبانو د نویو محدودیتونو له لګولو وروسته، یو شمېر معترضو ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو غبرګون ښودلی دی. د طالبانو دا نوی حکم د معترضو ښځو له غبرګون سره مخ شوی او دوی دا کړنه د بیان د ازادۍ او بشري حقونو ځپل بولي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د یوې کورنۍ دوه غړي، یو ۱۰ کلن ماشوم او یو ۷۰ کلن سړی د تبې، سر درد، اسهال او کانګې او په چټکۍ د روغتیایی حالت خرابیدو وروسته مړه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله تېر شوي؛ هغه پنځه کاله چې د افغان ښځو او نجونو ژوند یې ګډوډ کړی دی. په دې راپور کې د دوو افغان نجونو کیسې بیانوو؛ نازنین چې په جرمني کې ژوند کوي، او مریم چې په افغانستان کې پاتې ده.
په جرمني کې یو شمېر مېشت کډوال په ځانګړې توګه افغانان د کور موندلو په برخه کې له جدي او دوامداره ستونزو سره مخ دي.
نور راوښيه