راسره ملګري شئ
په اسلام اباد کې د ازادۍ راډیو خبریال
په خیبر پښتونخوا کې پر دولتي ځمکو د ناقانونه جوړو شویو ودانیو د نړولو عملیات روان دي، خو د شانګلې په یوه بازار کې د ماشوم په ګډون د دوو کسانو مړینې او د سوداګرو شکایتونو د دغو عملیاتو د څرنګوالي او د خلکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۱۵مه د پېښور په دیر کالونۍ کې د الخیر په نوم د یوه خصوصي ښوونځي د ودانۍ چت ونړېد. په پېښه کې ۳۴ زده کوونکي او یو ښوونکی ووژل شول او ګڼ نور ماشومان ټپیان شول.
په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، خو د پاکستان په پښتني سیمو کې ځینې پلرونه او مدني فعالان د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کوي. دوی وايي، بېوزلي، دودونه او د ښوونځیو او لوړو زده کړو د اسانتیاوو کمښت لا هم د نجونو پر وړاندې خنډونه دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه سیف الله سیمې یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په سیمه کې د کرنیزو کارګرانو کمښت زیات شوی او د کرنې او کرنیزو حاصلاتو کچه یې اغېزمنه کړې ده.
په پېښور کې یو افغان سوکوهنکی او روزونکی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو او د پولیسو له خوا د هغوی د نیولو د وېرې له امله یې د روزنیز کلب ډېری شاګردان له لاسه ورکړي او کاروبار یې له ستونزو سره مخ شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار د غوثآباد سیمې یو شمېر دوکانداران وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د دوی کاروبارونه کم شوي او د «وړوکي افغانستان» په نوم یادېدونکی بازار نور د پخوا په څېر رونق نه لري.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدلو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی دی. په پېښه کې د ۲۳ کسانو د ټپي کېدلو راپور هم ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې، د مړو شمېر وروسته له هغه زیات شو چې د پېښې یو شمېر ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې د کرنې په یوه لابراتوار کې داسې ګټور حشرات روزل کېږي چې د فصلونو د زیانمنوونکو حشراتو په کنټرول کې مرسته کوي. د دې لابراتوار مسوولان او یو شمېر بزګران وايي، د دغو حشراتو کارولو د کیمیاوي زهرو استعمال او د فصلونو د ساتنې لګښتونه کم کړي دي.
پښتنې فعالانې، هغه چې تر ډیره په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري، د خپلو تبصرو پر مهال له ځورونې سره مخامخ کېږي. له دغو ځورونو او سپکوونکو کمنټونو سره سره ځینو هغو خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی. یوه په کې فرشته ده چې د بلوچستان د پښین له سیمې د افغانانو د کلتور مثبت اړخونه راسپړي.
د بلوچستان چارواکو له هغه ځایه د افغانانو د ستنولو او د دغې چارې د لا همغږۍ په اړه تازه غونډه کړې ده. د بلوچستان د حکومت د تازه راپور لمخې، په بلوچستان کې لا هم شاوخوا ۲۳ زره افغان کډوال پاتې دي چې اوس یې هم د ایستلو عملیات روان دي.
د بلوچستان د کوټې د یوه ځوان په نوښت جوړ شوي ویب سایټ او اپلیکیشن د افغانستان او خیبرپښتونخوا ناروغانو ته د وینې اخیستلو چاره اسانه کړې ده. زرګونه کسان په دغه سیستم کې ثبت شوي او له چوپړونو یې ګټه اخلي.