تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۶

لاهور د نړۍ تر ټولو ککړ لوی ښار؛ اوسېدونکي یې وايي ساه اخیستل پکښې ستونزمن دي

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د پاکستان په دویم لوی ښار لاهور کې د ژمي له پیل سره د هوا ککړتیا او سموګ یو ځل بیا زیات شوي دي. د هوا د کیفیت د څار سویسي ادارې (IQAir) له مخې، لاهور د نړۍ د تر ټولو ککړو لویو ښارونو په نوملړ کې لومړی شو. ګڼ اوسېدونکي له تنفسي او نورو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي.

د لاهور د یوه پوهنتون محصل میر امان الله وايي، د ککړې هوا له امله په روغتون کې بستر شوی او غواړي چې د هوا تر ښه کېدو پورې بېرته خپل ښار کوټې ته ولاړ شي. هغه وايي، کله چې له درملنې وروسته عادي ژوند پیل کړي، د ککړې هوا له امله یې روغتیا بیا خرابېږي.

میر امان الله ازادي راډیو ته وویل: «په لاهور کې د سموګ او ککړې هوا له امله له تېرو دریو ورځو راهیسې د سینې او مرۍ په ناروغۍ اخته یم او په روغتون کې بستر یم. غواړم بېرته کوټې ته ولاړ شم، ځکه د ککړې هوا له امله چې روغ شم، بیا ناروغ کېږم. کله چې د هوا وضعیت ښه شي، بېرته به راشم.»

دا یواځې د میر امان الله ستونزه نه ده، بلکې د هوا ککړتیا د لاهور د ګڼو نورو اوسېدونکو پر ورځني ژوند هم اغېز کړی دی.

د ککړې هوا له امله له تېرو دریو ورځو راهیسې د سینې او مرۍ په ناروغۍ اخته یم
میر امان الله، د لاهور د یوه پوهنتون محصل

وسیم خان، چې په لاهور کې کار کوي، ازادي راډیو ته وايي، د دود او دوړو له امله بهر وتل ورته ډېر ستونزمن شوي، په ځانګړې توګه سهار او ماښام چې د هوا ککړتیا زیاته وي.

هغه وايي، کله چې لوګي زیات شي، د دوی دفتر هم ناوخته پرانیستل کېږي او د کارکوونکو کاري وخت د ماښام تر شپږو بجو پورې غځېږي.

وسیم خان وویل: «په ککړه هوا کې چې بهر ودرېږو، سترګې مو سوځي، ټوخی راځي، مرۍ مو خوږېږي او د دوړو له امله ساه اخیستل هم راته ستونزمن وي. دا درېیمه ورځ ده چې مرۍ مې درد کوي.»

د ککړتیا شاخص ۲۹۶ ته ورسېد

د هوا د کیفیت د څار سویسي ادارې (IQAir) د شمېرو له مخې، لاهور د اکتوبر پر ۲۸مه د نړۍ د تر ټولو ککړو لویو ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ او د هوا د ککړتیا شاخص یې ۲۹۶ ته ورسېد.

د دغه ښار په هوا کې د «پي اېم ۲.۵» (PM2.5) په نوم د وړو او زیانمنوونکو ذرو کچه هم د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له ټاکلي کلني معیار څخه ډېره لوړه وه.

دا ذرې دومره وړې دي چې د انسان سږو ته ننوځي او ان د وینې جریان ته هم رسېدای شي.

په ککړه هوا کې چې بهر ودرېږو، سترګې مو سوځي، ټوخی راځي، مرۍ مو خوږېږي
وسیم خان، د لاهور اوسېدونکی

د چاپېریال ساتنې ماهرین وايي، د لاهور د هوا د ککړتیا مهم لاملونه د موټرو لوګي، فابریکې، د ودانیو او سړکونو دوړې او د فصلونو د پاتې شونو سوځول دي.

په اسلام اباد کې د چاپېریالي علومو او اقلیمي بدلون متخصص ډاکټر خالد خان وايي، په لاهور کې د دود او دوړو اساسي لامل د تېلو او نورو فوسیلي سون توکو سوځول دي.

د هغه په وینا، ډبرو سکاره، ډیزل او پټرول د هوا د ککړتیا مهمې سرچینې دي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید پاکې انرژۍ او عامه ترانسپورټ ته وده ورکړل شي.

د پنجاب حکومت: د څار مرکزونه ۸۱ ته رسېدلي

له بلې خوا، د پنجاب حکومت وايي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر اقدامات کړي دي.

د پنجاب د چاپېریال ساتنې ادارې مشر عبدالله نیر رسنیو ته ویلي، چې په دې ایالت کې د هوا د کیفیت د څار مرکزونه له دوو څخه شاوخوا ۸۱ ته زیات شوي دي.

د هغه په وینا، حکومت له ۸ زرو زیاتې د خښتو بټۍ «زګ زاګ» ټکنالوژۍ ته اړولې، څو د لوګي کچه یې راکمه شي. نیر زیاتوي، چې د فصلونو د پاتې شونو د سوځولو او د موټرو د لوګي د کنټرول لپاره هم ګامونه اخیستل شوي، حکومت د برېښنايي بسونو شمېر زیاتوي او د برېښنايي موټرسایکلونو د وېش پروګرام هم لري.

د روغتیا ماهرین وايي، د هوا ککړتیا په ځانګړې توګه ماشومان، زاړه کسان، امېندوارې ښځې او هغه کسان زیانمنوي چې له وړاندې د ساه یا زړه ناروغۍ لري.

د چاپېریال ماهرین ټینګار کوي، چې د سموګ ستونزه یواځې د موسمي بندیزونو او لنډمهالو اقداماتو له لارې نه‌شي هوارېدای. د دوی په وینا، د فابریکو او موټرو د لوګي د کنټرول لپاره د قوانینو جدي پلي کول، د فصلونو د پاتې شونو د سوځولو مخنیوی او د عامه پوهاوي زیاتول اړین دي.

دوی همدارنګه وايي، چې د پاکستان او هند تر منځ د هوا د ککړتیا د پولې دواړو غاړو ته د اغېزو د څېړلو او کنټرول لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG