د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۹

پېښور کې د یوه ښوونځي د چت نړېدلو پېښه کې د مړو شمېر ۳۴ تنو ته لوړ شوی

انځور دهمدې پیښې دی چې د رویټرز لخوا نشر شوی
انځور دهمدې پیښې دی چې د رویټرز لخوا نشر شوی

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدلو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی دی. په پېښه کې د ۲۳ کسانو د ټپي کېدلو راپور هم ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې، د مړو شمېر وروسته له هغه زیات شو چې د پېښې یو شمېر ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه.

دا پېښه د پنجشنبې په سهار، د اکتوبر په ۱۵مه، د پېښور د دیر کالونۍ د کالج روډ په سیمه کې هغه مهال وشوه چې زده کوونکي په درسونو بوخت وو. د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته یې سمدستي د ژغورنې عملیات پیل کړل چې اوس پای ته رسېدلي دي.

د یوې ښوونکې پلار چې د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته ورغلی و، ازادۍ راډیو ته وویل چې د ښوونځي د ودانۍ د دوو پوړونو چتونه پر یو بل راپرېوتي وو او خلکو د نړېدلې ودانۍ له خاورو او خښتو د ماشومانو په راایستلو کې مرسته کوله.

هغه وویل: «زما لور هم په دې ټولګي کې ښوونکې ده، خو نن رخصت وه او ښوونځي ته نه وه تللې. د الله تعالی مهرباني وه. کله چې خبر شوو، ما لا کميس هم نه و اغوستی چې ښوونځي ته مې منډه کړه. هلته چې ورسېدم، د پورته او لاندې پوړونو چتونه يو پر بل راپرېوتي وو. په دې ټولګي کې ۶۰ ماشومان دي. په لومړيو شېبو کې هلته يوازې اتلس کسان وو چې د ماشومانو په ژغورلو بوخت وو.»

هلته چې ورسېدم، د پورته او لاندې پوړونو چتونه يو پر بل راپرېوتي وو
د یوې ښوونکې پلار

بلخوا، د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاندې ناهید جهانګیر ویلي چې د پېښې ډېری مړي او ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغې د مړو شویو کسانو د شمېر له زیاتېدو مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې روغتون ته د ۲۹ ماشومانو او ښوونکو مړي وروړل شوي او ۲۳ ټپیان هم ورلېږدول شوي دي.

نوموړې وویل: «نن سهار چې پېښه وشوه، ژوبل کسان روغتون ته راوړل شول. په هغوی کې د ۲۹ ماشومانو او ښوونکو مړي هم راوړل شوي او ۲۳ کسان ژوبل دي. په ژوبلو کې څلور ماشومان او ښځينه ښوونکې هم شاملې دي. د ماشومانو عمرونه له پنځو، شپږو کلونو څخه تر ۱۲ او ۱۳ کلونو پورې دي. په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. له خلکو غوښتنه کوو چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.»

د پېښور د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي چې د ښوونځي خاوند نیول شوی او د ښوونځي د ادارې پر ضد به هم قضیه ثبت شي. د خیبر پښتونخوا د پوهنې ادارې د پېښې د څېړلو لپاره درې کسیزه کمېټه هم ټاکلې ده. بلخوا، د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG