د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۴

پېښور کې افغان دسوک‌وهنې روزونکی وايي، د شاګردانو شمېر یې له ۱۳۰ څخه ۳۰ تنه ته راکم شوی دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په پېښور کې یو افغان سوک‌وهنکی او روزونکی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو او د پولیسو له خوا د هغوی د نیولو د وېرې له امله یې د روزنیز کلب ډېری شاګردان له لاسه ورکړي او کاروبار یې له ستونزو سره مخ شوی دی.

۳۲ کلن جاوېد خان چې په پېښور کې د سوک‌وهنې یو روزنیز کلب لري، وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې د شاګردانو شمېر له ۱۳۰ څخه ۳۰ ته راکم شوی او اوس اړ شوی چې د خپل کلب ځینې وسایل وپلوري.

نوموړی وايي، پر دې کلب یې ۲۷ لکه پاکستانۍ کلدارې لګولې وې، خو د افغان کډوالو د ستنېدو او ایستل کېدو له امله یې روزنیز فعالیتونه او کاروبار زیانمن شوي دي.

جاوېد خان ازادۍ راډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج له نافذېدو وروسته د افغان کډوالو د نیولو وېره نوره هم زیاته شوې ده.

هغه وايي، پولیس د پېښور په بېلابېلو سیمو کې پر افغانانو چاپې وهي او نیول شوي کسان بېرته افغانستان ته استوي. نوموړي وویل: «زه په بورډ بازار کې یم، نن هم چاپه تېره شوه، نن هم پولیس والا راغلي، دلته د سبزیو والا یې نیولي؛ دوی دلته خلک ونیسي او بیا یې ډیپورټ سینټر ته یوسي او بیا یې افغانستان ته ولېږي.»

جاوېد خان چې اصلاً د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، وايي، کورنۍ یې شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې پېښور ته کډه شوې او له هغه راهیسې یې په دغه ښار کې ژوند او کاروبار جوړ کړی دی.

نوموړی وايي، مخکې یې د افغان کډوالو د ثبت یا «پي او آر» کارت درلود، خو اوس پاکستاني چارواکي دغه کارت د استوګنې د اعتبار وړ سند نه ګڼي.

هغه زیاتوي چې افغانستان ته ستنېدل هم ورته ستونزمن دي، ځکه هلته د ژوند او کار لپاره لازم امکانات نه لري. جاوېد خان وايي: «زموږ هلته ترتیب هم نشته، هلته وخت نه شو تېرولی، هلته ژوند راته ګران دی، شخړې لرو.»

زموږ هلته ترتیب هم نشته، هلته وخت نه شو تېرولی، هلته ژوند راته ګران دی
جاوېد خان، په پېښور کې افغان سوک‌وهنکی او روزونکی


د پاکستان وفاقي حکومت د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او ګورنر راج نافذ کړل چې له مخې یې د دغه ایالت واکونه د والي تر مشرۍ لاندې ادارې ته سپارل شوي دي.

د پاکستان حکومت د دې پرېکړې لامل په ایالت کې د امنیتي وضعیت خرابېدل او د وسله‌والو پر وړاندې د پخوانۍ ایالتي ادارې د اقداماتو ناکافي بللي دي.

خو په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر افغان کډوال اندېښنه لري چې له دې بدلون وروسته به د پولیسو له خوا د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د استولو لړۍ نوره هم پراخه شي.

خبریال او سیاسي شنونکی شهاب‌الله یوسفزی هم په راتلونکو ورځو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو د زیاتېدو اټکل کوي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «دا اوسنی حکومت چې راغلی، دا په ډاګه دا خبره کوي چې دوی به بې‌اسناده افغانان باسي؛ د ټي ټي پي او نورو بدامنیو له کبله دوی دا کار کوي. په پښتونخوا کې په راتلونکو ورځو کې نورې سختۍ وینم، او دوی د دې لپاره نوی کونسل هم جوړ کړی او دوی یو نااعلان شوی کار پیل کړی چې دا به لا زیات شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ایستل کېدو لړۍ په روان کال کې هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې شمېر کې په خپله خوښه ستانه شوي او له پاکستانه ایستل شوي افغانان دواړه شامل دي. د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د راستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره ورسره مرستې وکړي.

د افغان کډوالو د ستنېدو دا لړۍ داسې مهال روانه ده چې د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې هم له ترینګلتیا سره مخ دي.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله‌وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

د دواړو لوریو استازو د اختلافونو د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان او چین په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې خبرې کړې دي، خو تر اوسه یې د اختلافونو د پای ته رسولو لپاره تلپاتې هوکړه نه ده کړې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG