پر ټولنیزو رسنیو په «ډاکټر مېرمن» مشهوره ۲۵ کلنه فرشته د بلوچستان د پښتونمېشتې سیمې، پښین، اوسېدونکې ده.
هغه که څه هم په مسلکي توګه د فزیکي درملنې متخصصه ده، خو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو لپاره د زده کړو د هڅونې ترڅنګ، د هغې په وینا، د پښتني کلتور مثبت اړخونه، د پښتنو تاریخ او اتلان هم نړۍ ته ورپېژني او هڅه کوي چې د پښتنو مثبت انځور وړاندې کړي.
هغې ته په دې برخه کې د فعالیت فکر له کومه پیدا شو؟ دا پوښتنه فرشته داسې ځوابوي: "ما چې اکثره په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو ښځو او سړو کونټنټ کتلو، په هغې کې مې په لوی شمېر داسې نارینه چلند لیدلو. دا چې زه یې یوازې د پښتنې په توګه د اخلاقو په دایره کې نه شم ګڼلی، نو فکر به مې کاوه چې خلک په داسې پلاتفورمونو کې د پښتني کلتور ناسم انځور وړاندې کوي. نو ولې موږ دا ټولنیزې رسنۍ د خپلې ټولنې د مثبت انځور لپاره نه کاروو؟"
خو د فرشتې په وینا، د ستاینې ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو نارینهوو له لوري له داسې تبصرو سره هم مخ کېږي چې هغه یې د جنسیت پر بنسټ چلند بولي. "موږ په ټولنه کې ډېری خلک پدې نظر دي چې ښځه د هغې د جنسيت له کبله نه زده کړې ترلاسه کولای شي نه پرمختګ کولای شي. که ښځه د يوه کار استعداد لري هم، هغه کار ته نه پرېښودل کېږي. حتی چې ښځې ته د بحث کولو اجازه لا نشته. دا ټول ټولنيز جوړښتونه دي چې پر ټولنې په زوره تپل شوي دي."
د فرشتې د دې فعالیت ملاتړ د هغې پلار کوي، چې ځان د «بزګر» په تخلص معرفي کوي.
هغه په دې باور دی چې په اوسني وخت کې د ټولنیزو رسنیو لپاره د ماشومانو روزنه هم مهمه ده او په خبره یې په ټولنیزو رسنیو کې د اولادونو مثبته یا منفي رویه د کورنۍ د روزنې انعکاس هم کېدای شي.
"و نورو ته بايد دا احساس وشي چې خپلو ماشومانو او ځوانانو د ټولنيزو رسنيو مثبته کارونه وروښيي."
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر پښتنې ښځې چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، وايي چې د خپلو پوسټونو او څرګندونو په تبصرو کې له جنسیتي نابرابرۍ، د شخصیت له بدنامولو، جنسي ځورونې، سپکاوي، ګواښونو او وېرولو سره مخامخ کېږي، په ځانګړي ډول د ځینو پښتو ژبو نارینهوو له لوري.
له دغو ښځینه فعالانو څخه پښتنه سیاسي او مدني فعاله او مدافع وکیله منیزه کاکړه هم ده، چې د افغان کډوالو د حقونو په برخه کې پر خپل فعالیت پېژندل کېږي. نوموړې له ازادۍ راډیو سره پر ټولنيزو رسنيو خپلې او د خپلو ښځینه ملګرو تجربې شریکوي.
"زما د تجربې لمخې، پر ټولنيزو رسنيو زموږ پښتنو ښځو ته ښکنځلې او سپکاوی زموږ په مورنۍ ژبه پښتو کې کېږي او پښتانه يې ورته کوي. له ښځو سره پداسې چلند نه يوازې هغه ښځه ځورېږي بلکې ټوله کورنۍ يې تر فشار لاندې راشي. ددې له کبله بيا نه ښځه غږ پورته کولای شي نه کورنۍ اجازه ورکوي. داسې ټولنه يو پياوړي غږ او فعاليت څخۀ بې برخې شي".
خو د ډیجیټل د برخې فعالان وايي، په ټولنیزو رسنیو کې ناوړه چلند یوازې د ښځو ستونزه نه ده او نارینه هم کله ناکله له ورته چلند سره مخ کېږي.
د خوست اوسېدونکی مقتصد ستړی، چې دا مهال په کاناډا کې مېشت دی، په ټولنیزو رسنیو کې د ډیجیټل اخلاقو د ودې لپاره فعالیت کوي.
نوموړی د دې ستونزې له لاملونو څخه د ډیجیټل اخلاقو او فکري پوهاوي نشتوالی یادوي.
"دا زموږ په ټولنه کې لويه ستونزه ده او علت يې د ډيجيټل اخلاقياتو بشپړ نشتوالی دی. پدې مجازي نړۍ کې نه ښځه خوندي ده نه نارينه يعني دا خلک يوازې ښځو ته نه بلکې نارينه وو ته هم ښکنځل کوي. دا واضعيت په اصل کې د خلکو د شعوري او فکري بيداروالي نشتوالی دی. دوی له کتاب او مطالعې څخه ليري دي".
په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو او نارینهوو د فعالیت پر وړاندې بېلابېل ډول غبرګونونه لیدل کېږي. د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي، د سالمې انلاین فضا لپاره د کاروونکو د پوهاوي او مسوولانه چلند وده مهمه ده. فرشته بیا هڅه کوي چې له همدې فضا څخه د ښځو د زده کړو او د پښتني کلتور د مثبتو اړخونو د بیانولو لپاره استفاده وکړي او وايي، د منفي غبرګونونو سربېره به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.